هندوستان: په عدم انسلاک غورځنګ کې اصلاح غواړو

هندوستان: په عدم انسلاک غورځنګ کې اصلاح غواړو

په آذربایجان کې د عدم انسلاک غورځنګ د سرمشریزې غونډې پر وخت هندوستان په دغه غورځنګ کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جیشانکار دغې ناستې ته د وینا پر وخت ویلي: اوس ۱۹۵۵ یانې هغه وخت نه دی، چې دا غورځنګ پيل شوی.

د هغه په خبره اوسني شرایط تر پخوا زیات متفاوت او سیمه او نړۍ له لویو ستونزو لکه: ترهګرۍ، فقر، چاپیریالي ککړتیا او نورو سره مخ ده.

د ده په وینا ضرور ده، چې د وخت له بدلیدو سره دغه غورځنګ هم خپلې تګلارې نوې او په نوي ډول له شرایطو سره ځان عیار کړي.




t