هندوستان پر ترکیې پوځي صادرات کم کړي

هندوستان پر ترکیې پوځي صادرات کم کړي

د هندوستان حکومت د سوریې پر شمال د ترکیې له بریدونو سره سم پر دغه هیواد خپل پوځي صادرات کم کړي.

د هند اکانومیک ټایمز ورځپاڼې د پوځي چارواکو په حواله ویلي: موږ نه غواړو په وسلو مو خلک ووژل شي او نړیوال قوانین نقض شي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د ترکیې د دغو بریدونو په غبرګون کې ترکیې ته خپل یو پلان شوی سفر هم لغوه کړی.

دغه هیواد له خپلو اتباعو غوښتي، چې ترکیې ته له ډیر عاجل ضرورت پرته سفر ونه کړي او که څوک هندیان هلته وي، نو په ځان دې ډیر پام کوي.




t