بنګله دېش: ۱۶ تنه د یوه زده کوونکي د وژلو له کبله اعدامیږي

بنګله دېش: ۱۶ تنه د یوه زده کوونکي د وژلو له کبله اعدامیږي

د بنګله دیش یوې محکمې ۱۶ تنو ته د یوې ۱۸ کلنې نجلۍ د وژلو په تور د اعدام سزا اورولې ده.

دوی تورن دي، چې د یوې دیني مدرسې ۱۸ کلنه زده کوونکې نصرت جهان رفیع یې په بې رحمانه او ډله ییز ډول وژلې ده.

وژل شوې نجلۍ د مدرسې د مدیر لخوا پر هغې د جنسي تیري ادعا کړې وه او تر دغې ادعا وروسته ووژل شوه.

په اعدام محکوم شویو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.




t