روسیې سوریې ته ۳ سوه پوځیان لیږلي

روسیې سوریې ته ۳ سوه پوځیان لیږلي

روسي چارواکو په سوریه کې د خپلو ۳ سوه پوځي پولیسو د ځای پرځای کولو خبر ورکړی.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې دغه پوځیان به د سوریې په شمال کې سرحدي سیمې وڅاري.

روسیې ته د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر پر وخت د هغه او روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ په دې اړه هوکړه شوې وه.

د هوکړې له مخې د سوریې او ترکیې ګډه پوله به له کردي وسله والو پاکیږي.




t