پاکستان: د سعودي او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د لیدنې هڅې کوي

پاکستان: د سعودي او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د لیدنې هڅې کوي

د پاکستان صدراعظم عمران خان د سعودي عربستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د لیدنې د هڅو خبر ورکوي.

هغه په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د دغې لیدنې ترسره کیدو ته هیله من دي.

د سعودي او ایران چارواکو په دې اړه مشخصاً څه نه دي ویلي.

دوی مخکې د اړیکو د ښه کیدو لپاره د خپلې ليوالتیا خبر ورکړی و.




t