هیلري کلینټن ممکن بیا ولسمشرۍ ته کاندیده شي

هیلري کلینټن ممکن بیا ولسمشرۍ ته کاندیده شي

د امریکا یو شمیر رسنیو په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هیلري کلینټن د کاندیدۍ وړاندوینه کړې ده.

نشنال ریویو رسنۍ په یوه راپور کې ویلي: هیلري ممکن د همدې لپاره د دیموکرات ګوند له بلې نوماندې سره په لانجو اوښتې وي.

هیلري د ګوند د یوې بلې مخکښې نوماندې په اړه منفي خبرې کړې وې، چې د هغې توند غبرګون یې پارولی و.

خپله هیلري د خپلې نوماندۍ او نه نوماندۍ په اړه څه نه دي ویلي.

هغه تیرځل هم ټاکنو ته نومانده وه، خو ډونالډ ټرمپ ترې وګټله.




t