د خوست کرنیز وضعیت ته لنډه کتنه!

د خوست کرنیز وضعیت ته لنډه کتنه!

بزګر اوونيزه
خوست د افغانستان غرنی ولايت دى، چې د هېواد په سوېل ختيځ کې موقعيت لري. شمال او لويديځ ته يې د پکتيا ولايت، سوېل ته يې د پکتيکا ولايت او ډېورنډ کرښې هاخوا پښتانه قبايل، سيدګي او وزير قومونه، ختيځ لورې ته يې شمالي وزيرستان او کورمه ايجنسۍ ده.
د خوست لغوي معنا جزيره يا د سیند په منځ کې وچې ته ويل کيږي، چې د فولکلوريکو روايتونو له مخې، په لرغونو زمانو کې هغه خوړونه، چې د ځدراڼو، منګلو او تڼيو له غرونو رابهيدل، ټولې اوبه يې په خوست کې ډب کېدې او د وتو لار يې نه وه.
خوست د درېيو اداري واحدونو، شمل، متون او لکڼو په ګډون، د سپېرې، دوه مانده، نادرشاه کوټ، اسماعيل خېل او مندوزي، تڼي، ګربز، عليشېر، صبري، باک، ځاځي ميدان، موسى خېل او قلندر په نومونو ١٢ ولسوالۍ لري.
په خوست کې لوى واړه ١٥ قومونه مېشت دي، چې په دې کې منګل، ځدراڼ، تڼي، صبري، ګربز، متون، لکڼ، عليشېر، تريزي، بابکرخېل، غلجي، اسماعيل خېل، مندوزي او ځاځي شامل دي.
د خوست ټولیز پراخوالی شاوخوا څلور زره او ۲۹ کیلو متر مربع ده، چې د ټول افغانستان ۱.۱۶۱ سلنه جوړوي.
په دې ولایت کې د ورښت کلنۍ اندازه له ۴۶۰ تر ۶۸۰ ملي مترو پورې رسیږي او ددې ولایت مرطوبه هوا د نباتاتو، ونو او بوټو د ودې او ددې ولایت د زرغونتیا لپاره ډېره ښه مناسبه او په زړه پورې ده.
د خوست د کرنیزې ځمکې کچه ۱۴زره او ۹۱۱ هکټاره ده، چې اوبیزې او للمي ځمکې په کې شامل دي. ددې ولایت طبیعي ځنګلونه ۱۲۳ زره او ۵۰۰ هکټارو ته رسیږي، چې د یاد ولایت ۳.۶۵ سلنه جوړوي.
دا چې خوست د دنګو غرونو په منځ کې پروت ولايت دى، خو تر څنګ يې د کرنې لپاره هم مناسبې او وړ ځمکې لري. که تر ټولو لومړۍ د دغه ولايت په غرونو او د هغو په حاصلاتو لنډه کتنه وکړو، نو ښکاره ده، چې د خوست غرونه، سون لرګيو د ونو تر څنګ مېوه لرونکې ونې لري لکه، ځڼغوزي (جلغوزي)، څېړۍ، ښوون (زيتون) ګورګورې، د مزرو سکري او چهارمغز، چې په دغو کې له چهارمغز پرته نور ټول يې په خپله په غرونو او بيدياوو را زرغونيږي او د هېچا له خوا يې پالنه او ساتنه نه کيږي او مېوو حاصل يې هم په کال کې يو ځل دى او دغه راز د خوست په کرنيزو ځمکو کې جوار، غنم، وريجې، مم پلي، پنبه، زعفران، دریحانو ګل، کنځل او سابه ښه حاصل ورکوي، چې د دغه ولايت د لرې پرتو سيمو ډېرۍ وګړي په کرنه بوخت دي.

ددې ترڅنګ په دې ولایت کې د انګورو، انارو، بادام، شفتالو، انځر، زردالو او پستې بڼونه هم جوړ شوي دي.

جلغوزي او چهار مغز یا «غوزان» د خوست مهم کرنیز توکي دي، چې ډېر زیات اقتصادي ارزښت لري، نه یوازې دا چې مېوه یې مهم ارزښت لري لرګي یې هم په صنعت کې په پراخه کچه استعمالیږي. جلغوزي او چهارمغز د خوست د طبیعي منابعو مهمه برخه جوړوي. یواځې تېر کال په خوست کې ۲۴ زره او ۵۸۰ مټریک ټنه جلغوزي تولید شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیي.

د خوست د کرنې ریاست په پام کې لري، چې ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د جلغوزیو او چهارمغزو زرګونه نیالګي وکري او د ځنګلوالۍ د کمېټو په مرسته د چهارمغزو او جلغوزیوقوریې هم جوړې کړي.

په خوست کې د بڼوالۍ چارې هم مخ پر وده روانه ده او په دې وروستیو کې په دې ولایت کې بڼوالۍ ته جدي پاملرنه کیږي. په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د بېلابېلو مېوو یو زر ګونه جریبه بڼونه جوړ شوي دي چې دخلکو په اقتصادي وضیعت کې یې مثبت بدلون رامنځته کړي دي.

په ورته وخت کې په دې ولایت کې د چرګانو روزنه هم مخ پر وده روانه ده، په دې ولایت کې د چرګانو روزنې ګڼ لوی او واړه فارمونه فعالیت لري. ددې ولایت په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې؛ څلور بابه د چرګانو پنځه زره قطعه یي فارمونه او یو باب لس زریز بریډر فارم جوړ شوي دي.

په خوست کې د نورو مهمو کړونو ترڅنګ د اوبو د مدیریت په برخه کې هم مهمې کړنې تر سره شودي، چې په کې د څړبني کلي سربند او کانال پروژه، د بنګي باغ حدیدا ویالې او سربند پروژه، په پاخه او اساسي ډول د حسن زیو سربند او کانال جوړول او د اوبو د زېرمه کولو خاورین بندونه جوړول شامل دي، چې ددغو پروژو په پلي کولو سره زرګونه جریبه شاړې ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راوستل شوي دي او ددې ترڅنګ د اوبو د ضایعاتو په مخنیوي سره د ابولګولو په برخه کې ددې ولایت د بزګرانو ګڼ ستونزې ته یې د پای ټکی ایښي دي.

لاسي صنايع

په خوست ولايت کې ډېرى لاسي صنايع د مزرو او پاڼو څخه جوړيږي، چې د ورځنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه کارول کيږي او ګټور تماميږي، لکه د ناستې لپاره پوزي، د لمانځه مصلې يا جاى نمازونه، د ډوډۍ ساتلو سوزي، د ډوډۍ خوړلو شکرونه، د سامان الاتو د انتقال لپاره پوني، کشري او ټوکرکي، لاسي ببوزي يا پکى، کړبان چې د کټونو په پوښلو کې ترې ګټه اخيستل کيږي او همدارنګه د مزرو له پاڼو د ځينو ماهرو کسانو له خوا د اغوستلو جامې، د سر خولۍ او څپلۍ هم جوړيږي.



چاپيريال
t