ننګرهار :زیتونو فابریکه، د ۸ زره ټنه غوړیو او اچارو د پروسس وړتیا لري

ننګرهار :زیتونو فابریکه، د ۸ زره ټنه غوړیو او اچارو د پروسس وړتیا لري

بزګر اوونيزه

د ننګرهارد زیتونو فابریکه په کال کې د څلور زره ټنه اچارو او څلور زره ټنه زیتونو تېلو د تولید وړتیا لري. دغه فابریکه په ۲۷ ځمکه کې رغول شوې ده، چې په کې لسګونه کسان په دنده بوخت دي.

ددې فابریکې چارواکي وایي، چې دغه فابریکه د اته زره اچارو او زیتونو تېلو د تولید او پروسس وړتیا لري. څلور زره ټنه غوړي او څلور زره ټنه اچار، د دوی په خبره په تېر کې د یوشمېر سیاسي ستونزو له امله ددې فابریکې دتولیداتو کچه ټېټه شوې وه، چې ورسره کار په ټپه ودرېد. دوی وایي، چې د امکاناتو په درلود او ملاتړ سره کولای شو چې دغه فابریکه بېرته خپل لومړني حالت ته وګرځوي. ددې فابریکې د د زیتونو غوړي د ښه کیفیت له پلوه په نړۍ کې ښه اعتبار او ځانګړي ځای لري.

د ننګرهار د زیتونو فابریکه به هېوادکې له پخوانیو فابریکو څخه دی، چې په ۱۳۶۳ یم لمریز کال کې یې چارې پیل شوې.

ددې فابریکې چارواکي وایي چې د تېر سیاسي ستونزو له ختم سره کابو درې کاله کیږي، چې ددوی فعالیتونه بېرته عادي شوې دي او د پرمختګ په حال کې ده.

د ننګرهار د کانال مشر پرویز علي وایي: « موږ د زیتونو دوه ډوله محصول لرو، له شنه زیتون څخه اچار او له تور هغه نه یې د غوړیو په تولید کې کاروو. له بڼونو څخه د محصولاتو تر ټولولو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې یې پروسس و.»

د ننګرهار د زيتون په فابريکه کې دا مهال د شپږ مېرمنو په ګډون ۶۱ تنه تخنیکي کارګر په کار بوخت دي.

له کورنۍ جګړې وړاندې په دغه فابريکه کې شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو کار کاوه.

ددې فابریکې د پیل په لومړیو کلونوکې دیادېفابریکې تولیدات شوروي ته صادرېدل. د کرنې وزارت په دې هڅه کې ده چې دغه فابریکه بېرته په خپلو پښو ودروي او تولیدات یې ډېر کړي.

زیتون له ارزښتناکو ګیاوو څخه دي، چې د هېواد په ختېځو ولایتونو کې یې ونې شتون لري.

کابو پنځه لسیزه مخکې د زیتونو فابریکې په جوړولو سره د زیتونو بڼونه هم جوړل شول. په ننګرهار کې د زیتونو د کرکېله سیمه یو زر او ۷۲۰ هکټارو ته رسیږي، چې د ننګرهار په کانال کې شتون لري.

د کانال د مشر پرویز علي په خبره له یادې سیمې څخه په روان ۱۳۹۸ یم کال کې ۲۰۰ زره کیلو ګرامه تور او شنه زیتون راټول شوي دي، چې له دغو زیتون څخه شپږ زره کیلو ګرامه د زیتونو اچار او ۲۳ زره او ۱۶۰ لیتر د زیتونو غوړي تولید شوي دي، چې ټولیز عواید یې درې میلیونه او ۶۷۸ زره او ۵۰۰ افغانیو ته رسیږي.

د ننګرهار زیتونو افغانستان پر اسپانيا، ایټاليا، یونان او امريکا سربېره د ۲۵ نورو زیتون تولیدوونکو هېوادونو په کتار کې درولی دی.

په هېواد کې زیتونو بڼونو ته د پاملرنې له امله ددې ګرانبیه مېوې حاصلات په زیاتېدو دي د ننګرهار ترڅنګ کندهار هم هغه ولایت دی، چې په دې وروستیو کې په کې د زیتونو حاصلات ښه شوي او د زیتونو کاروبار په غوړېدو ده.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاستچارواکي وایي، چې سږ کال ددې ولایت د زیتونو حاصلات ۲۸ ټنو ته لوړ شوې.

د کندار اقلیم زیتونو کرکېلي لپاره مناسب اقلیم دی، په دې ولایت کې د زیتونو د ونو شمېر ۱۸ زرو ته رسیږي.

په کندهار ولایت کې د لومړي ځل لپاره د زیتونو ۷۰۰ ونې د نوي عیدګاه په سیمه کې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې کېښودل شول، خو ورو ورو یې د ښه حاصلاتو په ورکولو سره د زیتونو کرکېلي پراختیا وموندله او د «اپکو» نړیوالي کمپنۍ له لورې د عینومینې په ښارګوټې کې د زیتونو ځنګولونه جوړل شول.

د اپکونړیوالي کمپنۍ مشرانجنیر احمدشاه وایي، چې د اپکو نړیواله کمپنۍ د زیتونو، پستې او انګور په برخه کې کارکوي، دهغه په خبره په کندهار کې د زیتونو کرکېله ښه پایله لري او دوی غواړي، چې په دې ولایت کې د زیتونو کرکېلي ته پراختیا ور کړي. انجنیر احمدشاه وویل، چې سږکال به د اپکو نړیوال کمپنۍ د زیتونو پنځه زره نیالګي بازار ته وړاندې کړي، چې دا به د زیتونو د باغونو دلاپراختیا لامل شي.

د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سیدحفظ الله سیدي وایي، چې زیتون د کندهار له اب او هوا سره ښه توافق لري او په حصلاتو کې یی د تېر کال په پرتله د پام وړ بدلون راغلی دی. ښاغلی سیدي وویل: «د کندهار په ۱۴۵ جریبه ځمکه کې د زیتونو ۱۸ زره ونې اېښودل شوي دي. په ۱۳۹۷ یم کال کې ددې لایت د زیتونو حاصلات ۱۲ ټنه وه، چې تر پروسس وروسته د زیتونو یوټن تېل ورڅخه په لاس راغی، خو په ۱۳۹۸ یم کال کې د زیتونو حاصلات ۲۸ ټنه اټکل شوې، چې ورڅخه به تر دوو ټنو ډېر د زیتونو تېل په لاس راشي.»

د کندهار د کرنې رییس وویل، دوی په دې ولایت کې د زیتونو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې ډېر کړي.

زيتون پر دې سربېره چې خوندوره مېوه ده، د هډوکو د خرابېدو، د ځینو سرطانونو، د مفصلونو د درد او التهاب، د هاضمې سيستم د خرابوالي، حساسیتونو، د زړه او ګڼو نورو ناروغیو مخه نیسي. دغه مېوه په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه معدني مواد، بېلابېل ويټامینونه، اوسپنه، فایبر، فېنولي ترکیبات، اولیک اسید او انټي اکسیدان لري.

اوس چې کرنې پرمختګ کړئ، د زیتونو د مېوې ډېر ډولونه پیدا کېږي او کېدای شي په هره بڼه کې یې د شته موادو شتون هم توپیر وکړي، خو په ټوله کې زیتون د روغتیا لپاره ګټور دي.

کولای شی له زیتونو څخه په سلاد، برګر او ټولو هغو خوړو کې ګټه واخلی چې هره ورځ يې په کور کې پخوی.

د زیتون د غوړيو او یا خپله د زیتونو خوړل د مفاصلو درد او التهاب له منځه وړي او له هغو کسانو سره هم مرسته کوي چې د روماتېزم پر ناروغۍ اخته دي.




t