دمولانا صبور د یوه تقریر په اړه! محمد حلیم فدایي

دمولانا صبور د یوه تقریر په اړه! محمد حلیم فدایي

مولانا عبدالصبور ښه مبلیغ، فصیح او عالم دی. تر اوسه چې ما د نوموړي کومه وینا اورېدله ده تر ‌‌‌‌‌‌ډېره په فروعي او یا اختلافي موضوعاتو وعظ او تقریر کوي. نن سهار د نوموړي وینا چې د حکومت په وزېرانو او دولت یې دا نېوکه کوله چې ولي لونګي نه په سر کوي، ولي یې ږېرې نه دې پرېیښي، ولي تلویزیونونو کې ښځي نطاقې موجودې دي. دا به درسره ومنو چې دا پورته ټول کارونه ستا له نظره فرض دي. اما که چېرې تاسو واقعا دعوتګر یاست؟ که تاسو واقعا مفسر یاست؟ که تاسو واقعا له یوه الله وېرېږې؟ که تاسو واقعا رښتیا ویل غواړي؟ آیا لکه څنګه چې دولت ته تېرې نام نومونه اخلي، آیا وسله والو ته به خوارج کلمه وکارولی شي؟ آیا د وسله والو د مشخصو او معلومو ملکي وژنو او د حرث او نسل د تباه کولو پر وړاندې به یې همداسې مخاطب کړي؟ آيا په سر دې پټکې اېښودل او پرمخ د ږېرې پرېښودل فرض دی؛ که په دین د خلکو د سر ور خلاصول فرض دي؟ آیا د انسان او هغه هم د ملکي وژنو مخنیوی فرض دی او لومړېتوب لري که د وزېرانو د لباس ‌‌‌‌‌‌ډول؟ آیا نن د مسلمان وینه بندول فرض دي؛ که ستاسو په عرفي او مستحبو او یا مباح موضوعاتو خبري کول؟ ریښتیني عالمان لومړیتوبونه پېژنې. هغوی یوازې د خلکو داحساساتو په خاطر د مرده باد او زنده باد لپاره تقریرونه نه کوي. بلکې په ترتیب سره د فرایضو نه پيل کوي. هیله ده چې د طالب له لورې د عمدي ملکي وژنو په تقبیح کې ستاسو یو شعله اور بیان واورو. زما درک دادی چې که د ملکي وژنو تقبیح هم کوي؛ لومړی هدف به مو بیا هم حکومت وي؛ نه اصلي عاملین ددې وژنو؟ که عاملین هم یادوي؛ والله که دا نېږدې ګاون‌‌‌‌‌‌ډ چې د ټولو بدبختیو عاملین دي؛ په شمول د بهرنیانو د راوستلو یاد کړي. خو فکر نه کوم چې دومره رباني عالم به شې چې حد اقل وسله والو ته د جهاد او جنګ اخلاق وروښي ددوی له لورې د ملکي وژنو، عامه شتمنیو ورانولو،. عالمانو او خیارالناس د وژلو او د ښوونځيو د سوځولو پر خلاف ورته ددین حکم بیان کړي؛ ځکه تاسو له د الله تعالی پر ځای له طالب وېره زیاته ده؛ که نه وي؛ دا ګز او دا میدان چې ته ددوی خلاف غږ پورته کولای شي او کنه؟!




t