د اسعد اباد ورزشي جمنازیوم د چارو لیدنه وشوه

د اسعد اباد ورزشي جمنازیوم د چارو لیدنه وشوه

د اسعد اباد ورزشي جمنازیوم چې د جمهوري ریاست دملي پراختیا عملیاتي او ملاتړ ادارې له لوري د ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي د جوړېدو چارې چټکې شوي او په دوه میاشتو کې بشپړ شي.

د کونړ د رسنیو مرکز د والي عبدالستار میرزکوال له قوله وایي ورزش د سالمې روغتیا ضامن دی او دیاد جمنازیو په جوړېدو سره به ځوانانو ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

نوموړي وویل د ولایت مقام په هڅو او د ولسمشر ځانګړې پاملرنې په اساس دا مهال د اسعد اباد ولایتي روغتون په ګډون په بېلابېلو برخو رغنیزې پروژې پیل شوي او په بشپړېدو سره به یې ولسونو ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي

کونړ والي د ورزشي جمنازیوم د چارو پیل د ورزشکارانو لپاره ښه زیری وباله او ژمنه یې وکړه چې ورزشکارانوته به لازیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي



جمنازیم کونړ
t