دیانت داري

دیانت داري

ژباړه: احمدشاه پاڅون

جاپان پلازمېنه ټوکیو کي یو کس ټکسي کي سپور سو.

د ژبي د نابلدتیا له امله یې موټر چلوونکي سره ډیري خبري ونه کړې، یوازي یې دهغه انسټیټیوټ نوم ورته واخیست، چي غوښتل یې ور سي.

موټر چلوونکی په مطلب پوسو سر یې ورته ټیټ کړ او د ټکسي دروازه یې ورته پرانسته.

دا مسافرو دا ډول عزت کول د هغوی کلتور دی.

سفر پیل سو، موټر چلوونکي د ټیکسي کیلومټر چالاند کړ. د ښه ګړي سفر وروسته موټر چلوونکي د موتر کیلو میټر بند کړ او تر یو څه سفر وروسته یې بیرته چالانده کړ.

مسافر دې کار ته حیران سو، دا چي په ژبه نه ورسره پوهیدی، چپ سو.

چي کله انسټیټیوټ ته ورسیدی، ښه راغلي کوونکو ته یې وویل: چي موټروان څخه د کیلومټر د بندلو او بیرته روښانه کولو علت و پوښتي. .

خلکو ترې و پوښتل، چي ولي یې داسي وکړه؟

هغه وویل: زه لاره کي غلط سوم، چي غوښتل مي پر کومه سړک را و ګرځم، نه سوم راتاو. راتلونکی څلو لاری کافي لیري وو، زه مجبوره وم د خپلي غلطۍ له کبله دوه دوه نیم کیلو متره اضافه سفر وکړم. په دې وخت کي ما د موټر کیلومیټر بند کړ، هغه ساحه چي ما د خپلي غلطۍ له کبله طی کړې وه ما د هغه کرایه له مسافر څخه نسوه اخستلای.

تاسو به حیران سئ، چي هغه موتر چلوونکي نه چله په غوږ وه، نه یې لمونځ کوی، نه یې کلیمه ویل، نه یې ږیره وه، نه بګړۍ او نه هم خولۍ مګر دیانت داري ورسره وه.

موږ بیا بر عکس هر څه لرو، خو دیانت داري او ایمانداري نه لرو.

موږ مسلمانان حتماً یو، مګر اسلام نه لرو.

اسلام د بګړۍ نوم نه دی

د کمیس پرتوګ او ږري نوم نه دی.

اسلام د رښتیا ویلو نوم دی.

اسلام د ایماندارۍ نوم دی.

اسلام د ژمني پوره کولو نوم

اسلام د پوره ناپ او پوره تول نوم دی

د وخت د پابندۍ نوم دی

اسلام د دیاندارۍ نوم دی.




t