د الینګار مشران: زموږ څړځایونه ښوونکو ته مه ورکوئ

د الینګار مشران: زموږ څړځایونه ښوونکو ته مه ورکوئ

د الينګار ولسوالۍ د کندې سیمې قومي مشرانو او اوسیدونکو د خپلو يو شمېر ستونزې د حل په موخه د لغمان والي سره ولیدل.
په ياده ناسته کې، چې نن شنبه د لړم پر ۴ نېټه له غرمې وړاندې ترسره شوه، پرمهال يې دلغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ سربېره، ملي امنيت رئيس تورن جنرال محمد قاسم عبادي، د پوهنې رئيس عبدالله حميدي، د الينګار ولسوالۍ د کندې او شخطری د سيمو راغلو ديني عالمانو، قومي مشرانو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.

لومړی راغلو ديني عالمانو او قومي مشرانو د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ څخه مننه وکړه، چې تل يې د ولسونو ستونزې د حل په موخه اورېدلي دي.

راغلو ديني عالمانو او قومي مشرانو وويل د شخطری په سيمه کې، چې ښوونکو ته کومې نمرې ورکول کېږي دا ساحه د دوی مالچر سیمه ده او غوښتنه یې وکړه چې ښوونکو ته دې نمرې په بله سیمه کې ورکړل شي.

راغلو قومي مشرانو په خپل وار دغه راز یو شمېر نورو مسایل هم شریک کړل.

په ورته مهال د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ د راغلو ديني عالمانو او قومي مشرانو څخه مننه وکړه، چې خپلې ستونزې د حل په موخه د ولايتي ادارې له رهبرۍ سره شريکوي.

نوموړي وويل، ياده سیمه لس کاله وړاندې ښوونکو ته د رئيس جمهور د حکم په اساس ورکړل شوي او دغه ځمکه دولتي ملکيت دی.

ښاغلي ننګ زياته کړه ياه ځمکه په ارشيف کې ثبت شوې او ولايتي اداره مکلفیت لري چې د جمهور رئيس فرمان تطبيق کړي.

والي ننګ راغلو ديني عالمانو او قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه، که د يادې ځمکې قانوني اسناد له تاسو سره موجود وي نو د ولايتي ادارې سره يې شريک کړئ، ترڅو ورته اړوند ادارې د قانون په چوکاټ کې رسيدګي وکړي.

هغه وويل ټول واليان په دې مکلف دي، چې د جمهور رئيس حکم تطبيق کړي او د لغمان ولايتي اداره هم په دې برخه کې د هېواد مشر حکم تطبيقوي.

ښاغلي ننګ وويل، مالچر سيمه په فرمان کې نه راځي او هغه ساحه، چې مالچر نه وي او دولتي ساحه وي په فرمان کې راځي،چې شخطرۍ هم د همداسې فرمان له مخې دالینګار ولسوالۍ ښوونکو ته ځانګړې شوې ده.

والي ننګ له راغلوو ديني عالمانو او قومي مشرانو څخه وغوښتل، چې د يادو ښوونکو سره دې مرسته وکړي ترڅو د دوی ستونزه حل شي.

دلغمان والي همدارنګه د پوهنې رئیس په مشرۍ د ښوونکو او د سیمي څخه راغلو لس کسیز پلاوي ته دنده وسپارله چې د ولسونو د تشویشونو د حل او د ښوونکو د غوښتنو او فرمان د عملي کېدو په مخ کې د مزاحمتونو لرې کېدو لپاره دې سره له نږدې کېنې او د خپل نظر دې د ولایت له رهبرۍ سره شریک کړي.

بلخوا د پوهنې رئيس عبدالله حميدي وويل، د ښوونکو ياد ښارګوټي د جمهور رئيس په فرمان باندې منظور شوی.

هغه وويل ښوونکي د ټولنې ماشومان د علم او پوهې په برخه کې روزي، ترڅو په راتلوونکي کې خپلو هدفونو ته وسيږي.

د ښوونکو په استازولۍ مولوي رحيم الله هم خپلې غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې د لغمان ولايتي ادارې له مسوولينو او راغلو قومي مشرانو سره شريکې کړې.
هغه وويل دوی ته د رئيس جمهور د حکم په اساس يوه نمره ځمکه ورکول کېږي او دا حق دې ترې څوک نه اخلي.
په ياده ناسته کې د ټولو خواوو څخه په يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې.




t