چیلي: میلیونونه خلک د حکومت خلاف راوتلي

چیلي: میلیونونه خلک د حکومت خلاف راوتلي

د جیلي په مختلفو ښارونو کې میلیونونه خلک د حکومت خلاف په لویو مظاهرو راوتي دي.

مظاهره چیان د اقتصادي ستونزو د زیاتیدو ترڅنګ د ریل پټلۍ د کرایې له لوړوالي شکایت لري.

د دوی کاروانونه د هېواد په مختلفو ښارونو کې ګرځي او د ولسمشر سباستیان پینرا د ګوښه کیدو غوښتنه کوي.

ولسمشر سباستیان پینرا د لاریونونو په اړه په لومړني ټویټري غبرګون کې ویلي، چې د خلکو غوښتنې ورته د درک وړ دي او پاملرنه به ورته وکړي.

معلومه نه ده، چې لاریون به په دې ډاډ پای ته رسیږي، که به د حکومت د بدلون سبب ګرځي؟؟




t