کوږ منار

کوږ منار

مولانا رومي

ژباړه: احمدشاه پاڅون

روایت دی چي اوه سوه کاله وړاندي اصفهان کي یو مسجد جوړیدی.

کار تقریباً خلاص و، کاریګر یې په پاته میده میده کارونو بوخت ول.

دې وخت کي هلته یوه بوډۍ ښځه تېریده، ښځه ناڅاپه و دریده، د مسجد منار ته یې اشاره وکړه او و یې ویل: دا منار ماته کوږ معلومیږي.

کاریګرو و خندل، مګر د هغه ځای مهندس وویل: چپ سئ! ژر یو اوږد او قوي لرګی راوړي او څو کارګر هم را غونډ کړئ.

شېبه وروسته کاریګرو یو قوي او لوی لرګی راوړ. مستري هغوی ته وویل چي د لرګي سر منار ته ورکړئ او داسي ټیله ورکړئ، لکه منار چي سیده کوئ.

هغوی د امر اطاعت وکړ، مهندس به شېبه په شېبه ښځه پوښتل، اوس منار سیده سو، که یا؟

څو دقیقې وروسته ښځي وویل، هو اوس سیده سو، دعا یې وکړه او رهي سوه.

مزدورانو له مهندس نه و پوښتل: ایا منار په ټیله کولو سیده کیدای سي؟

مهندس ځواب ورکړ: یا، مګر په دې ډول موږ د غلطو اوازو مخه نیولای سو. که دا ښځه تللې وای او ځینو نورو کسانو ته یې د منار د کوږوالی کیسه کړې وای، نو دا اوازه به په سیمه کي خپره سوې وای او دا منار به د خلکو په ذهنونو او نظرونو کي د تل لپاره کوږ پاته سوی وای.

مګر ما د یوه لرګي او څو ناکامه هڅو په مرسته دا منار د تل لپاره سیده کړ.

*له اوازو و بیریږئ، که مو یې پر وخت د یوې نه یوې طریقې له لاري مخه و نیول خو ښه، کنه ستاسو د ژوند منار په همیشه کوږ وي.




t