په هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې او د ولس غوښتنې

په هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې  او د ولس غوښتنې

دهیواد په۳۴ولایتونو کې ولسمشرۍ لپاره ټاکنې د تلې په ۶ مه دیولړامنیتي ستونزو په شتون ترسره شوې او ولس هم درایو ورکولو مرکزونو ته ورغلل او په ټاکنو کې برخه واخیسته.
د ولسمشريزو په ټاکنو کې کومو کسانو چې په اړونده مرکزونو کې نوم لیکنه کړې وه، په هماغه مرکزونو کې دخپل خوښې وړ نوماند ته رایه کاروله، ځکه دنوم لیکنې په پیر ( دوره )کې درایو ورکوونکو د هویت پاڼو په یوه ګوښه کې سټیکرونه لګول شوي ؤ او په یادو سټیکر شویو هویت پاڼو کې د رايې ورکوونکو دځای او دسټیکر نمره ثبت شوې، چې دټاکنو خپلواک کمېسیون مخکې له ټاکنو درايې ورکوونکي بشپړه پیژندنه او دسټیکر نمره په یو ځانګړې کتاب کې ترتیب کړي ؤ، چې ددې پروسې ترڅنګ دبایومتریک دستګاو په شتون د درغلیو مخنیوی د خلکو په باور کېدای شي. اوس خبره روښانه شوه،چې که په دغه ټاکنوکې د درغلیو مخه نیول کیږي، نو ولس هم یو څه تمه د ټاکنوخپلواک کمېسیون څخه لري، چې دولس رایو ته په درنه سترګه وکتل شي او هېوادوالو چې په ټاکنو کې برخه واخیسته، د دوی په رایو معاملې ونه کړي او د عدالت نه کار واخلي. که رښتیا هم دبایو متریک سیستم په واقعي ډول څنګه چې د رایو اچونې په مرکزونو کې وکارول شوه، یا دمخکنیو رایو ورکوونکو نومونه په ترتیب شوي کتاب کې درج شوي ؤ او له مخې يې رایه کاریده، نو داهغه څه دي، چې د درغلیو په مخنیوي کې رغنده رول لوبولای شي او له مخې به يې حق حقدارته ورسیږي او ولس هم تر ډېره په دولت او دټاکنو خپلواک کمېسیون باورمن کېږي چې له دې سره هم کار اهل دې کار ته سپارل کېږي او هم ولس رضایت تر لاسه کوي. هیوادوال هیله من دي، چې راتلونکو هرډول ټاکنو لپاره دټاکنو خپلواک کمېسیون دې په منظم پلان او مهال ویش سره خپل کار پرمخ یوسي، تر څو ټاکنې په وخت اوعادلانه ډول ترسره شي. بیا هم د ډیرو ستونزو، ناامنیو او ګواښونو له مخې ولس وتوانیدل، چې په سږنۍ ولسمشریزو ټاکنو کې برخه او خپلې رایې وکارولې، ځکه چې ټاکنې په ژوند کې یو ستر بدلون رامنځته کولای شي او دخلکو غوښتنو ته دهېواد مشر دقانون له مخې ځواب ویونکی وي.
اوس هغه پروسه رارسیدلې، چې درایو شمېرنې عدالت په پام کې نیول او دپایلو اعلام ته نږدې شوي یو، ولس همدې ته شیبې شمیري او په تمه دي، چې د ټاکنو پایلې دې په پوره ایماندارۍ، صداقت، رښتنولۍ او عدالت سره دټاکنو خپلواک کمېسیون اعلام او لوی څښتن تعالی دې په نظر کې ونیسي او دهر ډول درغلیو په ترڅ کې قانون ماتونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپیژني او خپل ایماني مسؤلیت په وړاندې دهېوادوالو قربانيو ته درناوی ولري.
خو دپایلو داعلام په ترڅ کې بریالی نوماند دې دمننو پر ځای ولس ته هغه څه ترسره کړي، چې دټاکنیزوسیالیو پرمهال غوړې ژمنې کړې وې، تر څو ولس هم په دې باورمن شي، چې په هر راز ټاکنو کې په پراخ ډول ګډون وکړي، څو دباورمنتیا چاپیریال نور په هېواد کې رامنځته شي.
لیکنه: شيرمحمدامیني ستانکزی



د ولسمشرۍ ټاکنې ليکني او ژباړي
t