که د تخیل و ابتکار قوه نه لرئ؛ دا ۱۰ کارونه وکړئ!

که د تخیل و ابتکار قوه نه لرئ؛ دا ۱۰ کارونه وکړئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

حتمي ده چي کله مو په کارځای یا د تحصیلۍ دوران پر مهال يو داسي مسؤلیت منلی وي چي وروسته ئې له کولو څخه عاجزه يا ناهیلي سوي یاست. طرحه جوړول طبیعي خبره ده چي سخت کار دئ، بيا کله چي درڅخه یوه بامفهومه طرحه غوښتله سوې وي. خو ضرور نه ده چي ډېر اندېښمن سئ ځکه چي ډېر مبتکر او نوښتګر افراد هم کله کله ناهیلي کېږي او نژدې وي چي له ورسپارل سوي مسؤلیته پر شا سي. په هر صورت، سته ځیني داسي روشونه چي په کارولو سره ئې کولای سئ خپل ذهن بیاځلي ژوندی او د تخیل قوه مو فعاله کړئ؛ داسي چي په بهترینو لارو سره مو د هري ننګوني مخه ونیسئ او ورباندي غالب سئ. په همدې موخه، لاندي هغه ۱۰ بهتريني لاري چاري درښيیو چي ډېري آسانه او ساده دي:
استراحت وکړئ
کله چي پر کومه موضوع یا مسئله زيات تمرکز کوئ، ستاسي ذهن دغه فشار حسوي او بیا خورا متفاوتو افکارو ته رسېږي چي ستاسي سره د هدف په ترلاسه کولو کي هیڅ ډول مرسته نه کوي. هرکله چي ځان د يوه کار کولو ته مجبوره کوئ، سټریس او فشار درباندي حمله کوي او سټریس يو داسي حالت دئ چي افراد ئې په هره بیه له ځانو څخه لېري کوي. که داسي احساسوئ چي دماغ ته مو هیڅ نظر او فکر نه درځي، تر لاس لاندي کار همدا اوس بس کړئ او استراحت وکړئ. استراحت بېلابېل روشونه لري؛ تاسې هغه روش وکاروئ چي فشار مو کموي او له سټریسه ډک موقعیته مو لېري کوي. په دې سره به وګورئ چي په محضی بيرته راتګ سره مو څوندي د تخیل او ابتکار قوه زیاته سوې ده.
مدیتیشن مه هېروئ
ځيني وختونه ستاسي د افکارو د زيات حجم په سبب چي لا ستاسي تر لاس لاندي کار سره هیڅ ربط هم نه لري، ستاسي ذهن نه سي کولای چي جالب او په زړه پوري نظريات توليد کړي. ځکه نو زموږ سپارښتنه دا ده، چي د مدیتېشن له لاري خپل افکار مرتب او منظم کړئ؛ را ولاړ سئ یو خاموش ځای را پیداکړئ، هلته کښېنئ، ساه ونیسئ او بيا پر دغه نيول سوي ساه باندي تمرکز وکړئ او په دې سره مو ذهن له ټولو غیري ضروري افکارو پاک کړئ. خاموشه محیط ستاسي سره دا مرسته کوي، چي د منفي افکارو په کمولو او پر مثبتو هغو تمرکز کولو کي مو له دماغ سره مرسته وکړئ. هر څوندي چې لازمه بولئ ځان ته د مدیتېشن له پاره وخت ورکړئ چي په فعال دماغ سره تر لاس لاندي کار ته راوګرځئ.
یاداښت واخلئ
موږ يوه غلطي همېشه کوو، هغه دا چي دماغ ته راتلونکي نظريات نه راسره یاداښتوو. ځیني وختونه دغه فکرونه له داسي یوه ځایه سرچینه آخلي چي اصلاً ئې موږ فکر لا هم نه وي کړی او دا معلومه خبره ده، چي په هغه شېبه کې موږ د اجراء کولو له پاره چمتووالی نه لرو. نو ددې له پاره، چي دماغ ته راتلونکي نظريات مو راسره ساتلي وي، باید همېشه له ځان سره يو قلم او يوه کتابچه ولرو څو وکولای سو په سملاسي توګه له خپلو جالبو نظرياتو څخه یاداښت واخلو. البته اوس تر ټولو هوسا شی، ستاسي هوښمند مبایلان دي چي د یاداښت لیکلو له پاره ورڅخه کار اخیستلای سئ.
ليست جوړ کړئ
ځیني وختونه د خلاقيت پر سر عمده مشکل دا وي، چي فرد په ذهن کي هرڅه لري خو نه سي کولای او يا نه پوهېږي چي کار له کومه ځایه را پیل کړي. نو ددې له پاره باید د ټولو هغو کارونو يو لیست جوړ کړل سي چي تاسي ته در د غاړي دي. کولای سئ هر نظر پر څو برخو ووېشئ: مثلاً، ستاسي څخه غوښتل سوي دي چي د کاپیسا ولایت په اړه يو راپور جوړ کړئ، کرار را ولاړ سئ د کاپیسا ولایت د په زړه پوریو ټکیو لکه: آشپزي، خوراکونه، ښکلي منظرې، فرهنګ او… یو ليست چمتو او وروسته خپل راپور ورباندي ولیکئ.

مثبت فکره اوسئ
پر ځان د نیوکي کولو عادت د خلاقيت دښمن دئ. دا کار مو د خلاقيت مخه نیسي. بايد همېشه انګېزه ولرئ او پر ځان له نیوکي کولو څخه پرهېز وکړئ. دغه ډول انتقادي روحيه د خلاقيت او موثریت سره په ټکر کي ده. همېشه ځانو ته ووایاست چي تاسي کولای سئ څو په دې ډول مو پر ځان باور زيات کړی وي او نوي نظريات مو پیداکړي وي. پر محدوديتونو نه، پر مثبتو نقاطو مو تمرکز وکړئ.
له توقعاتو تېر سئ
که له ځان یا نورو څخه تمه لرئ، په دې سره مو د خلاقيت قوت لږوئ. اضطراب او اندېښنه مو خلاقيت وژني. که له توقعاتو و تمنياتو تېر سئ، د نورو د خوښ ساتلو له لازمي حسه راحته کېږئ او په دې رقم خپل نوښت او خلاقيت ته رُشد ورکوی. دا مه هېروئ چي یوازي بايد پر کیفيت باندي تاکيد او جزئیاتو ته توجه وکړئ څو خلاقيت مو لا ډېر غوړېدلی وي. هرکله چي د اصلي موضوع نتیجه ستاسي د تمرکز موضوع نه وي، خپل تخيل ته د لا زيات ښکاره کېدو فرصت ورکوئ.
مطالعه وکړئ
د دماغ چارجولو له خورا غوره روشونو څخه يو هم مطالعه کول دي. د کتاب، مجلې، انټرنیټي مقالو په لوستلو سره مو خپل خلاقيت ته تازه روح ورکړئ. اوس مشکل دا دئ، چي ټول افراد له مطالعې څخه خوند نه آخلي او متأسفانه بايد ووایم چي، دغه مشکل زما په ټولنه کي زيات دئ. خو بيا هم کوښښ په کار دئ چي په تدریجي ډول د ورځي تر پایه مطالعې ته وخت ورکړئ څو بلاخره د مطالعې سره عادت ونیسئ. غوره به وي چي پیل ئې د نيم ساعت له پاره خپل د خوښي وړ مطالبو په مطالعې سره وکړئ. له دغو مقالو او صفحو څخه ستاسي دماغ ته نوي نظريات درځي.
موسیقي واورئ
د خلاقيت قوې د فعاله کولو له پاره بايد یو محرک وي او تر موسیقۍ نو بل داسي کوم د خوښي وړ محرک سته؟ ډېری کسان داسي عادت دي، چي کله د خپلي خوښي وړ موسیقي واوري؛ خپل تمرکز ترلاسه کوي. ثابته سوې ده، چي د موسیقۍ په اورېدلو سره مو اضطراب ختموئ او نامطلوب وضعیته د راوتلو لاره پیداکوئ. خپل د خوښي وړ موسیقۍ کلکشن چمتو کړئ او د اړتيا پر مهال ئې اورئ.
سفر وکړئ
ځیني وختونه د خلاقیت د بیاځلي چارجېدو له پاره باید د سرعت پر تغییر سربېره د منظرې تغیر ته هم فکر وکړئ. د سفر په اړه د پام وړ ټکی دا دئ چي، سفر مو د خپلي هوسایۍ له محدودې راباسي او تاسي ته ډېر فرصتونه درکوي څو وکولای سئ نوي او تازه څیزونه کشف او تجربه کړئ چي دا خپله ستاسي سره په خلاقیت او ابتکار کي مرسته کوي. دا سفر کېدلای سي لنډ او د اوونۍ په اخره کي وي او یا اوږدمهاله سفر؛ په دواړو حالاتو کي تاسي ته د دنیا د ناپېژاندو څیزونو څخه د خبرتیا او شناخت امکان درکوي چي ستاسي د تخیل د قوې د رشد سره مرسته کوي.
پلټنه وکړئ
هر کله چي له يوه خنډ سره مخامخېږئ، بايد سمدلاسه حللاره ورته ولټوئ او هیڅکله د ستونزي له حلېدو ناهیلي نه سئ. پلټنه او تجسس په دغه بهیر کي خورا لوی کومک دئ، ځکه ستاسي سره مرسته کوي چي پوښتني مطرح او بيا د خپلو پوښتنو په جوابولو کي د ځانو له پاره فرضیې جوړي کړئ. همدا کار زموږ دماغ ته د فعاليت فرصت ورکوي



ابتکار تخیل معلوماتي
t