خوست: د ځنګل وهنې نیول شوي

خوست: د ځنګل وهنې نیول شوي

د خوست چارواکي وایي د تڼیو ولسوالۍ اړوند ملي پولیسو د اداري او نظامي جلسو د پریکړو له مخې د زراعت ریاست استازو په ملتیا دیادې ولسوالۍ په هغه غریزو سیمو کې دیوه مشترک پلان په اساس دهغو کسانو دنیولو په موخه عملیات ترسره کړي چې غوښتل یې په یاده سیمه کې دځنګلونو ونې په غیرې قانوني ډول قطع کړي.
د خوست ولایت رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې په دې عملیاتو کې ۴ د ونو اوځنګلونو د پرېکولو ارې ، ۴ عرادې مزده موټر ، یو عراده ایسکواټر ، خیمې ، په زیاته اندازه وهل شوي لرګي او یوشمېر نور وسایل چې دونو او ځنګلونو په پرېکولو کې ترې کار اخیستل کیږي نیولي شوي.
سرچینه وایي: امنیتي ارګانونه به ټول هغه کسان ونیسي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري چې په ځنګل وهنې لاس پورې کوي.
ونې او ځنګلونه د هېواد اوسیمې په ښکلا، دهوا په پاکوالي او د طبیعي پېښو په مخنیوي کې مهم رول لري چې په غیرې قانوني او بې رحمانه ډول قطع کول یې جرم ګڼل کیږي.




t