د چاپېریالي مسایلو په تړاو علماوو ته ورکشاپ جوړ شو

د چاپېریالي مسایلو په تړاو علماوو ته ورکشاپ جوړ شو

د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له خوا د حج او اوقافو ریاست کې، په چاپېریال ساتنه کې د علمای کرامو د ونډې په تړاو یو ورځنې روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
په دې ورکشاپ کې لسګونه تنو علمای کرامو، خطیبانو او ملا امامانو ګډون کړی وو چې د چاپېریال ساتنې، د هوا_ککړتیا راکمولو او مخنیوي، د ونو او بوټو د اهمیت او ساتنې په هکله له علمای کرامو سره هر اړخیز بحث ترسره شو او له دوی غوښتنه وشوه د جوماتونو له لارې خلکو ته عامه_پوهاوی ورکړي.
په پای کې ټولو ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د خلکو د ذهنیتونو د روښانه کولو په خاطر به د جوماتونو د ممبرونو له لارې د چاپېریال په خوندي ساتلو کې د اسلام د مبارک دین ارشادات عامو خلکو ته بیانوي.




t