د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره او ايمرجېنګ لوبډلو ترمنځ ۵ يو ورځنۍ لوبې ترسره کېږي

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره او ايمرجېنګ لوبډلو ترمنځ ۵ يو ورځنۍ لوبې ترسره کېږي

د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو او ايمرجېنګ لوبډلو ترمنځ په کابل لوبغالي کې ۵ يو ورځنۍ لوبې ترسره کېږي. دغه لوبې به د اکتوبر په ۲۸مه نېټه پیل او د نومبر تر ۴مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د یادو لوبو د ترسره کولو موخه، د دواړو لوبډلو د راتلونکو لوبو لپاره چمتووالی دی. د نومبر په ۱۴مه نېټه د اسيايي لوبډلو ترمنځ ايمرجېنګ لوبډلو د جام سیالۍ پيلېږي چې د افغانستان د ايمرجېنګ لوبډلې په ګډون پکې د هندوستان، پاکستان، متحده عربي امارات، عمان، سريلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ لوبډلې ګډون کوي.

افغانستان په ايمرجېنګ جام لوبو کې د روان زېږدیز کال د نومبر په ۱۴مه نېټه د پاکستان ايمرجېنګ لوبډلې، د نومبر په ۱۶مه د عمان ايمرجېنګ لوبډلې او د نومبر په ۱۸مه نېټه د سريلانکا ايمرجېنګ لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

همدارنګه د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله د نومبر له ۲۰مې تر ۳۰مې نېټې پورې د هند له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو سره ۵ يو ورځنۍ لوبې لري، چې دغه لوبې په هند کې د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي.

په کابل کې د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو او ايمرجينګ لوبډلو ترمنځ سيالۍ په همدې موخه ترسره کېږي، چې اسيايي ايمرجينګ جام او له د هند ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو سره د سياليو لپاره په لوبډلو کې غوره لوبغاړي انتخاب شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ يو ورځنۍ لوبه د اکتوبر په ۲۸مه، دويمه يو ورځنۍ لوبه د اکتوبر په ۲۹مه، دريمه يو ورځنۍ لوبه د اکتوبر په ۳۱مه، څلورمه يو ورځنۍ لوبه د نومبر په ۲مه او پنځمه يو ورځنۍ لوبه د نومبر په ۴مه نېټه ترسره کېږي. دغه ټولې لوبې به سهار ۹ بجې پيلېږي.



خبرونه ورزش کرکټ
t