امریکا: د داعش مشر په سوریه کي ووژل سوو

امریکا: د داعش مشر په سوریه کي ووژل سوو

د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی،چي د داعش مشر ابوبکر البغادي په سوريه کي د امريکايي ځواکونو د عملياتو پر مهال د ځانمرګي برید د واسکټ په چاودنه کي وژل سوی

د دې عملیاتو اجازه د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ ورکړې وه.

پخوا ځینو رسنیو خبرونه ورکړي وو، چې البغدادي افغانستان ته راغلی دی.

مریکا دفاع وزات وایي، باور کیږي چې پرون شنبه امریکایي ځواکونو د سوریې په شمال لویدیځ کې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی دی.

د دغه وزارت لوړ پوړو چارواکو CNN خبري آژانس ته ویلي دي، چې اوسمهال د وژل شوي تن پر جسد باندې DNA او بایومټریکي پلټنې روانې دي.

د یاد وزارت چارواکي وایي، داسې ښکاري چې ابوبکر البغدادي د برید پرمهال د ځانمرګي واسکټ د چاودنې له امله وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د سي اِن اِن تر راپور وړاندې نیوزویک خبري آژانس هم خبر خپور کړی و، چې باور  کیږي نوموړی وژل شوی دی.

 

 




t