آرنولد شوارزینیګر: ”له سیاست څخه مي کرکه کیږي‟

آرنولد شوارزینیګر: ”له سیاست څخه مي کرکه کیږي‟

د هالیووډ نوموتي سېنمايي ستوری آرنولد شوارزینیګر په دي ورستیو کي امریکايي رسنیو ته ویلي دي، چي له سیاست څخه کرکه کوي. نوموړی دا څرکندوني وروسته له هغه کړي، چي هغه د ۲۰۰۳ څخه ۲۰۱۱ م کال پوري د امریکا د کالیفورنیا ایالات والی پاته سوي دي او هم د یو څه مودي لپاره د هغه ایالات ښاروال و.

په امریکا کي د والي او ښاروال ټاکل د ګوندونو تر منځ د ټاکنو په وسیله ټاکل کیږي، یاد ۷۲ کلن فلمي ستوری په خپلو خبرو کي ویلي دي:(( له سیاست څخه کرکه کوم. د والي او ښاروال په صفت چي څومره کلونه کار کړي دي، هیڅکله مي د یو سیاستوال په سترګه ځان ته نه دي کتلي. زه یو عمومي خدمتګار وم، او سیاست مي د خلکو د ژوند د بهتره کولو لپاره ایجاد او عملي مي کړ.))

نوموړی نامتو فلمي ستوری وايي، ډېر خپه په دې دي، چي د استرالیا د بګراونډ له امله نه سم کولای، چي د امریکا د ریاست چوکي ته ځان کاندید کړي. هغه وايي یو څه چي هغه يي نه سي کولاي. هغه وايي دا به ډېر ښه وايي چي زه له دې لا هم وړاندې تللي سوای، دا یوازینۍ څه دي، چي زه يي امریکا کي کولاي سم، ځکه امریکا د فرصتونه ځمکه ده.

ارنولډ امریکايي رسنیو ته ویلي دي چي له سیاست څخه يي کرګه کیږي.

پاته دي نه وي، چي د بالیووډ او هالیووډ یو شمېر فلمي ستوري د فلمي هنر ترڅنګ سیاست هم کوي، ارنولډ د هالیووډ یوازینۍ ستوری دي چي ۹ کاله بیله کومه امتیازه د خلکو د ژوند د بهتره کولو لپاره سره له دې چي سیاست یي هیڅ نه خوښیده، بیا هم د والي او ښاروال په صفت دنده اجرا کړه.



فلمي نړۍ هالیووډ
t