افغان لوبډله له ويسټ انډيز سره د لوبو په موخه د هند پر لوري وخوځېده

افغان لوبډله له ويسټ انډيز سره د لوبو په موخه د هند پر لوري وخوځېده

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نن سهار له ویسټ انډیز سره د درې یو ورځنیو، درې شل اوریزو او یوې ټېسټ لوبې په موخه هندوستان ته ولاړل چې دغه لوبلړۍ به د یاد هېواد د لکهنو ښار په ایکانا لوبغالي کې د راتلونکې نومبر میاشتې له شپږمې د ډسمبر تر لومړۍ نېټې دوام ومومي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي له لوبغاړو سره له تګ وړاندې ناسته هم وکړه او هغوی ته یې پخپله وینا کې ویل: ((د ويسټ انډيز پر وړاندې غوره او ښې لوبې ترسره او هېواد ته یو ځل بیا بریاوې راوړی.))

نوموړي همدارنګه ټولو لوبغاړو ته د بريا هيله وکړه او بیا یې د هندوستان پر لوري رخصت کړل.




t