خوشبختي

خوشبختي

استاد عبدالمناف فردين

یوه ښځه روان شناس ته ولاړه او ورته یې وویل:

نه پوهېږم ولي راته خپل ځان یوه بدبخته ښځه ښکاري؟!
روان شناس ورته وویل:

ولاړه سه په دې ښار کي راته پنځه داسي کسان وښیه چي هغوی خپله ووایي چي نیکمرغه دي.

ښځه ولاړه، څو اوونۍ وروسته چي راستنه سوه په چهره کي یې د خفګان او اضطراب هیڅ نښي نه معلومیدې، خوشحا‌له ښکارېده روان شناس ته یې وویل:

د پنځو تنو پر ځای مي له پنځوسو داسي کسانو سره ولیدل چي فکر مي کاوه نیکمرغه ژوند لري هغوی چي راته د خپل ژوند په اړه قصې وکړې خپل ځان راته تر ګردو خوشبخته ښکاریده.

خوشبختي یو احساس دی چي په مادیاتو نه تر لاسه کېږي. خوشبختي له خپل ژونده رضایت دی او په خپلو کمو شتو شکر ايستل دي نه د نورو په شتمنیو او مال پسې خپل زړه خوړل.




t