یوناني زېئوس ( د خدایګوټو مشریا مشرخدایګوټي)

یوناني زېئوس ( د خدایګوټو مشریا مشرخدایګوټي)

یوناني زېئوس ( د خدایګوټو مشریا مشرخدایګوټي) له هیندي ( دیوس) څخه اخیستل شوی [ په سانسکریټ کې دیود غټ، لوی، هیولا او خدای په ماناوو راغلی. د روښانه او لمر په مانا هم ده، پښتو ډيوه هم له همدې ریښې څخه ده] رومیانو زيئوس (ژوپيتیر) باله.
د ده یو عادت دا و، چې نورخدایګوټي به یې پنځول او بیا به یې جګړې ورسره کولې. پرېمانه معشوقې یې درلودې، خپلې ګڼې خویندې یې هم مېرمنې کړې وې. ځینې معشوقې یې انسانانې او ځينې نورې یې الهې (خدایګوټې) وې.
زيئوس به پر زمکو، سمندرونو، اسمانونو او معشوقو جګړه کوله، انسانان یې هم سره جنګول، پخپله به یې یو ځواک خلق کړ او بیا به یې ورسره جګړه پیل کړه. پرومیتوس چې د ده باوري ملګری و، د انسانانو د ګټې لپاره اور ورڅخه غلا کړ او زیئوس ورته غوسه شو، په یوه غره کې یي په زنځیرونو وتاړه او یوه ځواکمن ګوربت ته یې امر وکړ، چې هره ورځ یې يينه (ځيګر) وخوري او تلپاتې عذاب ورکړي.
میتولوژستان ( اسطوره پوهان) په ټوکه وايي : زیئوس وزګار و او دا کارونه یې د ساتیرۍ او بوختیا لپاره کول، خو جدي تفسیر یې دا دی، چې په دې توګه زیئوس نورو موجوداتو ته ځواکښوونه کوله او ټول يې پوهول چې دی تر هر چا ځواکمن دی.
پځپله به یې خپل دوښمنان هم پنځول او هم به یې ځورول او وژل، په دې توګه به یې ټول له ځانه ویرول.
د زیئوس عقده دا وه، چې ټول باید ورڅخه وویریږي او اطاعت یې وکړي. معشوقې یې د یوه قهار ځواک او نه ماتېدونکي اتل په توګه وپېژني…
د نومهالې دونیا ښکېلاکي ځواکونه کټ مټ همداسې کوي، خپل راپنځولي دوښمنان وروزي، ستر یې کړي او بیا یې ووژني. ټوله نړۍ وویریږي او دوی له هرځایه معشوقې ( پانګه)، زمکې، سرچینې او هرڅه ورخپل کړي.

عبدالغفور لیوال



معلوماتي
t