اسعداباد کې د ښاري نظم په موخه کمپاین پيل شو

اسعداباد کې د ښاري نظم په موخه کمپاین پيل شو

د کونړ ولایت مرکز اسعد اباد کې ددې ښار ښاروالۍ له لوري د ښاري نظم خوندیتوب په موخه دپلې لارو پاکولو کمپاین پیل شو.

د یاد ولایت د مطبوعاتو مرکز یوه خبر کې ویلي چې د ولایت مقام لارښوونې په اساس په اسعد اباد ښارکې د ګڼې ګوڼې مخنیوي او ښاریانو ته د اسانتیاو رامنځته کولو په پار د موانعو لمنځه وړلو او ښار پاکولو کمپاین پیل شو .

باید یاده کړو چې د ښاري نظم نشتون نه یوازې په کونړ بلکې په پلازمینه کابل او ټول افغانستان کې یوه جدی ستونزه ده چې د ښار ښکلا یې زیانمنه کړې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

 



نظم چاپیریال ښاروالي
t