د بريالیو کسانو په څېر دغه ۸ څيزونه په خپلو کورو کي ولرئ!

د بريالیو کسانو په څېر دغه ۸ څيزونه په خپلو کورو کي ولرئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

برياليتوب يوازي هدف ته تر رسېدو پوري نه محدودېږي، بلکي بريالیتوب په ځان ځیني ورځني عادتونه، رُشد، پرمختګ او ستاسي د ژوند يو شمېر تصميمونه هم شاملوي. د حيرانتيا وړ نه ده، چي ووایو ټول بريالي کسان مشابه خواص لري. ټول بريالي کسان په خپلو کورو کي ځیني داسي لوازم او سامان آلات لري چي د دوئ د تمرکز زياتېدو، د کورنیو سره ئې د اړيکو د ودي او پرمختګ سبب کېږي. دا لاندي هغه ۸ څيزونه دي چي بريالي کسان ئې په خپلو کورو کي لري – ستاسي له پاره ئې راوړو څو تاسې هم د ځانو له پاره سرمشق وګرځوئ:

۱ـ د ورزش سامان
کابو ټولو برياليو کسانو په خپلو کورو کي ورزشي سامان آلات ایښي وي، څو دوئ ورزش کولو ته تشویق کړل سي. حتمي نه ده چي تاسي په کور کي د ډېرو پیسو ورزشي سامان ولرئ، بلکي د یوګا يوه نالچکه، طناب بازي، ډمبل، يآ حتی د ورزش کولو له پاره آزاده فضاء هم بسنه کوي. کېدای سي کلب به درڅخه لېري وي او يا به کلب ته د تلو حوصله نه لرئ، خو د یادو سامان آلاتو په لرلو سره به نور د ورزش نه کولو له پاره بهانې نه جوړوئ.
۲ـ الهام بخښوونکي کتابونه
ډېری بريالي کسان هم ځیني وختونه انګېزې ته اړتيا لري. په داسي حالاتو کي کتاب تر بل هرڅه مخکي غوره نتيجه ورکوي. داسي کتابونه چي د بريالیو کسانو له بریاوو، د هغوی د ماتي له سببونو، د هغوی په وړاندي له پرتو خنډونو او د ژوند او کاروبار سمولو له طريقو څخه خبروي او تاسي ته د ژوند پر مخ بېولو او خپلو اهدافو تعقیبولو انګېزه درکوي.
۳ـ د کار کولو له پاره آرام ځای
ځیني وختونه بريالي کسان مجبورېږي چي په کور کي هم کار وکړي خو په کور کي د دوئ ځای خاموش او له شورماشوره خلاص وي؛ داسي یو ځای وي چي د دوئ حواس نه سره پاشل کېږي او پر کارونو باندي خپل تمرکز نه بايلي. دغه کار څو ګټي لري چي له ډېرو مهمو ګټو څخه ئې د کار سرعت زياتېدل دي. ددې له پاره چي پرله پسې ۴ ساعته تلوېزیون ته کښېنئ، د کارځای دروازه درپسي وتړئ او په بشپړ تمرکز سره مو کارونه په یوه الی دوو ساعتو کي خلاص کړئ.
۴ـ د اهدافو یاداښتولو کتابچه
افراد په ژوند کي درې ډول اهداف لري: اوږدمهاله لکه د نوي کال په پیل کي چي کومي پرېکړي کوي. منځمهاله لکه څو اوونيزي پروژې او لنډمهاله یا ورځني چي دا تر ټولو په آسانۍ سره ترلاسه کېږي. بريالي کسان دغه وړتيا لري چي یاد ټول اهداف یو په بل پسي په خورا ښه ډول تعقيب کړي؛ د دوئ سره همېشه د ياداښت کتابچه ورسره وي. بناً همېشه یوه کوچنۍ د ياداښت آخیستلو کتابچه چي په جېب یا پټوه کي د انتقال وړ وي.

۵ـ د کار له پاره مناسب مېز او مناسبه چوکۍ
تاسي به د سيده کښېنستلو په اړه ډېري مقالې لوستلي وي خو په خپل ژوند کي له هغو څخه کار نه آخلئ. هرکله چي په ساعتونو د مېز شاته پرله پسې کښېنئ او کار کوی، د سم او سيده کښېنستلو طريقه هېروئ خو تاسي باید پوه سئ چي سالم وجود د دماغ د سلامتيا، خلاقيت او فعاليت وسيله ګرځي. بناً د کار له پاره د مېز او چوکۍ په انتخاب کي له پوره دقت څخه کار وآخلئ.
۶ـ د اهدافو انځوريز نمایش
زه په خپل کور کي يوه سپينه تخته لرم او په څو وختو کي يو وار زه پر هغې باندي د خپلو اهدافو د رُشد او پرمختګ مرحلې په انځوريز یا جدولي شکل نښاني کوم. د اهدافو دغه ډول انځوريز نمايش ستاسي سره مرسته کوي چي پر هغو باندي لا زيات تمرکز ولرئ.
۷ـ له سالمو غذايي موادو ډک یخچال
په ژوند کي هر فرد سالمي غذا ته اړتيا لري او بريالیو کسانو دغه خبره خورا ښه درک کړې ده. سالم غذايي خوراکونه مو دماغ در سالموي. بناً ساړه او د څو ورځو خوراکونه مه خورئ او همېشه سالمه غذا نوشجان کوئ څو د خپلو اهدافو حاصلولو په غرض د فکر کولو له پاره پرېمانه انرژي ولرئ.
۸ـ له تلوېزیونه لېري د ډوډۍ مېز يا خونه
بريالي کسان چي پر کوم څه توانېدلي دي، هغه د دوو څیزونو: کار او ژوند ترمنځ تعادل ساتل دي. بريالي کسان همېشه د غذا مېز يا ځای له تلوېزيونه لېري ږدي يا انتخابوي څو وکولای سي چي خپله ډوډۍ په پوره تمرکز او آرامۍ سره نوشجان کړي او د ورځي تر پایه چي ئې څه کړي وي، يو له بل سره ورباندي خبري وکړي. متأسفانه بايد ووايم، چي موږ خو پر دسترخوان باندي خبري نه کوو، خو هندي او ترکي سريالو بيا د ډوډۍ پر مهال هم نه قضاء کوو.
بلخوا، لوی سکرینونه او مانیټورونه اوس هرځای وي. په اوسط ډول یو فرد له ۶۰ دقیقو څخه، خپلي ۴۵ دقیقې د مانیټور مخته تېروي. ځکه نو وایو چي د فلم کتل یا کمپیوټري ګېموه کول ستاسي د دماغ د استراحت له پاره ښه فرصت نه دئ. پر ځای ئې داسي تفریحي پروګرام وګورئ چي ستاسي د مغز پر ځای ستاسي لاس در آخته کړي. نقاشي کول، ساز وهل، او یا له مانېټور پرته نور داسي څیزونه – هر يو ئې پر خپل ځای ښه انتخاب دئ.
د نړۍ ډېری بريالي اشخاص له پورته ذکر سوو شيانو ځنې څو یا ټول په خپلو کور کي لري. د پام او يادولو ټکی دا دئ، چي بايد د کاري پرمختګ سره په څنګ کي، سکون، آرامش او مِهر و محبت هم په خپل کور کي ترلاسه کړئ. د کار او کورني ژوند ترمنځ د تعادل په ساتلو سره تاسي هم کولای سئ چي يو بريالی کس و اوسېږئ.


بریالي خلک معلوماتي څو مهم ټکي
t