ننګرهار: د هیواد او سیمې په کچه اسلامي اجتماع پای ته ورسیده

ننګرهار: د هیواد او سیمې په کچه اسلامي اجتماع پای ته ورسیده

ننګرهار کې د هېواد او سیمې په کچه اسلامي اجتماع په هېواد کې د امن او سولې رامنځته کېدو په دعا سره پای ته ورسیده .

د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي، په مرکز جلال اباد ښار د چکنورې سیمې اړوند په تبلیغي مرکز کې د هېواد په کچه د لسګونو زرو کسانو په ګډون درې ورځنۍ اسلامي اجتماع په دې هېواد کې د سولې او امن د رامنځته کېدو په موخه په دعاء سره د امن په فضاء کې پای ته ورسیده .

یاده اجتماع چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې وه او د یکشنبې په ورځ پای ته ورسیده، په کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو سربېره د پاکستان، بنګله دېش او هندوستان هېوادو دیني عالمانو هم ګډون کړی وو.

سرچینه وايي، د اجتماع په وروستۍ ورځ،چې لسګونه زره کسانو په کې ګډون کړی وو په ټوله اسلامي نړۍ په ځآنګړي ډول په افغانستان کې د امن د ټینګښت او سولې د رامنځته کېدو دعا ګانې وشو .

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د تبليغي اجتماع جوړوونکو، ګډونوالو او امنيتي ځواکونو مننه وکړه، چې د اجتماع تظيم، امنيت او ښه تر سره کېدو برخه کې يې هلې ځلې کړې دي.

د یادونې وړده د ننګرهار په تبلیغي مرکز کې هر کال په ملي او نړیواله کچه لویه اسلامي اجتماع ترسره کیږي.



افغانستان ننګرهار کلنۍ اجتماع
t