له ژبې سره څه وکړو؟

له ژبې سره څه وکړو؟

نقيب احمد عزيزي

نه پوهېږم ولې مې شعارونه زړه ته نه لوېږي، ممکن دا زما ستونزه نه وي؛ ځکه دلته ډېرو امتحان ورکړی دی، خلک مو د تجربې په تله کې تللي او زموږ پر وړاندې يې د وزن درک راختلی دی.

اکثره د پښتو د پالنې نارې لکه د بل اور لوګی تر اسمانه خېژي، خو چې ورشې، دغه اور د تودولو لپاره نه وي بل شوی، د دې لپاره نه وي چې د کلتور په دېګ کې د نوي خوراک د پخېدو بوی ترې راشي، دغه اور بيا هم د سياسي زړوکي زاړه‌بوی اخيستی وي.

يوه لنډه لاره دا ده چې هر يو پر خپله فيسبوک‌پاڼه وليکو چې همدا اوس د خپلې ژبې د ترويج، تطبيق او تحرير په حصه کې په څه شي لګيا يوو؟

پښتو په پښو ودروو که يې يوازې پر پروفايلونو سريښ کړو؟ ايا موږ په ځان کې دغه ظرفيت روزلی چې بل ته د ژبې د خدمت د سپارښتنې جوګه شو؟

ايا د خپلې ژبې محتوا بلې ته نقلوو؟ ايا اوس مو ژباړه پيل کړې ده؟ چاپي اثار لرو؟ که يې ځواب هو وي، کيفيت پکې زيات دی که يې کميت قوي دی؟ خير دغه پوښتنې که خلکو ته نه روښانه کوو، له ځان سره بايد ورباندې وغږېږو.

تر ژباړو او بلکې تقريباً هر څه دا اړينه ده چې په پښتو کې فکر توليد شي، په علمي برخه کې ژبه يوازې هدف نه وي، وسيله هم ده. موږ تر اوسه دې ته سوچ وړي يوو چې ادب د ادب لپاره دی که ادب د ژوند لپاره؟ ادب که يوازې د ژبنيو رنګنيو، ادبي فنونو او شعري صنعتونو د تظاهر وسيله هم وګڼل شي، خوند به په ژوند کې ترې اخلو، ځکه خو نور په دې بې‌مفهومه اصطلاحاتو کې ښکېلتيا په کار نه ده، ادب له ژونده دباندې نه‌شي وتلای.

نورو ژبو علمي پانګه يوازې په ژباړه نه ده پيدا کړې، په کورني تخليق او تحقيق غني شوي دي. تش تحقيق هم ژبه پر مخ نه شي بېولای، بلکې د ماضي او ژبني تاريخ ريښې د ابهام له خاورو راکاږي، قوي تخليق ژبه مطرح کوي. که موږ اوس د پټې خزانې د کره‌توب او جعل لپاره خاورې سره اړوو، خدای به دا وي شپې به يې نورې وي.

ايټالوي ليکوال دانتې چې الهي کامېډي اثر وليکه، ايټالوي ژبه يې له عادي لهجوي خانې د نړۍ د مهمو ادبي ژبو په قطار کې ودروله. عربي ژبه د يوناني اثارو د ژباړې، د فلسفې د انکشاف او د قران‌کريم په رڼا کې د رامنځ ته شويو علومو او فنونو په مټ د يوې بدوي صحرا له غباره راووتله.
ښه ده چې د ژبې خدمت په دريو کټګوريو کې قلم‌بند کړو؛ فردي هڅې، اجتماعي هڅې او حکومتي هڅې.

که دغه درې لارې په توازن مخکې حرکت وکړي، ژبه به روانې اوبه او د خوسا کېدو وېره به يې ختمه شي. په فردي او اجتماعي هڅو کې ضرور ده چې پر قوي تخليق او منظمه ژباړه زور واچوو، د هغو اثارو ليکوالو ته د يو ټاکلي معيار په اساس زرغون ګروپ ورکړو چې رښتيا هم زموږ ژبه په خبرو ورسره راغلې دي.

ماشوم ته لويان ژبه ور زده کوي، ښکنځلې هم ژبه ده چې ماشوم ته ور زده شي، خو عاقل انسان ماشوم ته ښکنځلې نه ورښيي، زموږ ځينې چاپ شوي اثار د ژبې ماشومې ته د ښکنځلو تر ور زده‌کولو کم نه دي.

د کتابتونونو او مطبعو په چاپ او تګلاره کې غور او قاطعيت په کار دی، که په ځينو ولايتونو کې داسې يوه يوه دولتي کمېټه جوړه شي لا به ښه وي چې کتابونه تر چاپ وړاندې لږ تر لږه دومره وارزوي چې بازار ته په ايستلو ارزي که نه؟

اوس خو د ليکوالو پر وړاندې يو مضر تاواني انعطاف کېږي او دغه شي په ادبي حلقو کې منافقت ته هم رشد ورکړی دی، د ادبي غونډو پر سټېج دغسې خبرې په کار دي چې تېر کړی وخت مو پکې ضايع نه، بلکې مصرف راته ښکاره شي او له يوې انګېزې سره را ستانه شو.

پر سټېج بايد هغه خبرې وشي چې فرهنګيان يې له غونډې وروسته په يو بل پسې کوي، زموږ اصلي خبرې د غونډې پر سټېج نه کېږي، تر غونډه وروسته د چای خوړلو په وخت کې کېږي.
دا سمه ده چې ژبه په ويونکيو ژوندۍ وي، مګر ژبه په اثارو علمي او معياري کېږي. هسې خو په افغانستان کې هم داسې ژبې لرو چې الف‌بې يې تر اوسه څرګند نه دي، د غږونو د نښې په توګه يې د توريو شمېر او ډول معلوم نه دی، که څه هم ويونکي لري، خو په ټپه ولاړې دي.
د شاعري په اړه معيار سخت دی، معيارونه له توافقاتو رامنځ ته کېږي، مګر په شاعري کې د فرد پرېکړه له ذوق سره اړيکه نه پرې کوي او خبره دا ده چې ذوقونه متفاوت دي؛ نو چې داسې ده شاعري ته قوانين نه شي تدوين کېدای چې شاعر دې د هغه په پلي کولو مجبور کړو.په هنري برخه کې به ازادي ځکه ښه وي چې اساس نه دی ورپورې تړلی، هسې هم د استاد غضنفر خبره، د زمانې غلبېل لواړ او ميده سره جلا کوي.

هر څوک دې شعر وليکي، خو د چاپېدو په وخت کې چې له چا سره مشوره کوي، هغوی دې ادبي نقد د شخصي شناخت په چاړه نه حلالوي. د سريزو په برخه کې کاروان او ناګار صاحب ماته کله کله ډېر ملامت ښکاره شي، ځکه دوی زړه‌سواندي جراحان دي، جراحي کلک زړه غواړي او د زړه دغه کلکوالی د ناروغ لپاره تاواني نه وي، که له ناروغ سره موږ هم ژاړو، ممکن د ناروغ پرهر د جوړېدو پر ځای پسې وشړېږي.

ژبه همدا ده چې ما اوس همدا مقاله پرې وليکله، زما خيال و چې زه به يوازې څو کرښې وليکم، دا چې څو پراګرافه شول؛ نو پوه شوم چې حتا موږ د خپل وس په نيمه اندازه کار هم نه کوو، حال دا چې د خپل وس کارکول د چا احسان هم نه دی، مسووليت يې دی.

موږ اوس په داسې مرحله کې يوو چې د ژبې اړوند هم شعارونو ته کار کوو، شعار هم کار غواړي؛ خو چې په شعار خپرولو او جوړولو کومه انرژي لګوو، راځئ پر دې يې ولګوو چې شعار ته حاجت پاتې نه شي، راځئ د ژوند هغه اړخ ته راواوړو چې د ډېرو نورو مسووليتونو تر څنګ ژبه هم پکې د توقع سترګې را اړوي.




تبصره وکړئ

avatar
t