د سولې په نوم د لسو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې

د سولې په نوم د لسو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې

په ننګرهار ولایت کې د کرکټ لیګ سیالۍ پیل شوې چې موخه يې په سوله کې د ځوانانو ونډه اخېستل او له جګړو لرې والی دی.

دغه ټورنمنټ د شرق رسنيز مرکز او مټرو په نوم د دوو ادارو له لورې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې پيل شو.

د ننګرهار د رسنیو مرکز د مسئولينو له قوله وايي، په ټورنمنټ کې لس سيمه ييزې لوبډلې چې د يو شمېر رسنيو لوبډلې هم په کې دي برخه لري او يوه اوونۍ به دوام وکړي.

د شرق رسنيز مرکز استازي نجيب الله ساحل وويل، د ياد لیګ د ترسره کېدو موخه په ټولنه کې مثبت لور ته د ځوانانو هڅول دي چې په راتلونکي کې به دغه لړۍ لا وغځول شي.

دی وايي، د شرق او میټرو لیګ سولې جام سیالۍ چې شپږ ورځې به دوام مومي ، لس ټيمونه به یو د بل سره په دولس اوره لوبو کې سیالۍ وکړي.

د لوبې ګډونوال او لوبغاړي د ځوانانو د هڅونې لپاره د ورته سپورټي سیالیو ترسره کیدل خورا مهم او اغیزمن ګڼي او غوښته کوي چې ولايتي اداره دې په ولسواليو کې هم ورته سياليو ته زمينه برابره کړي.

د دوی له ډلې سميع الله درانی چې د صفا ګروپ لوبډلې لوبغاړی دی وايي، دا ډول سيالۍ ځوانان د نشه يي توکو له استعمال او وسله والو ليکو سره له يوځای کېدو ژغوري او د هېواد د ابادۍ فکر ورکوي.

د دې ټورنمټ د پیل لوبه د شرق رسنیز مرکز او صفا ګروپ لوبډلو ترمنځ وشوه چې د شرق لوبډلې مقابل لورې ته د ۴۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.



رسنۍ میډیا لوبې ننګرهار
t