امریکایي ولسمشر د البغدادي وژنه تایید کړه

امریکایي ولسمشر د البغدادي وژنه تایید کړه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید کړه، چې د داعش ډلې عمومي مشر ابوبکرالبغدادي وژل شوی دی.

هغه نن ماښام په یوه خبري ناسته کې وویل: نوموړی د سوریې په ادلیب ښار کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو پر مهال وژل شوی

داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ولسمشر ټرمپ البغدادي یو وینه څښونکی او بد انسان ګڼلی.

مخکې هم امریکا د نوموړي د وژلو ادعا کړې وه.




t