د ګلخانه_یي_ګازونو پروژې د طرحې نهایي کولو مشورتي ورکشاپ جوړشو

د ګلخانه_یي_ګازونو پروژې د طرحې نهایي کولو مشورتي ورکشاپ جوړشو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین، انجنیر عزت الله صدیقي په مشرۍ، د ګلخانه یې ګازونو د څارنې او ارزونې پروژې د طرحې نهایي کولو په اړه، د روانې میاشتې په ۵مه نېټه، د دې ادارې د بند امیر د غونډو په تالار کې یو ورځنی مشورتي ورکشاپ ترسره شو، چې پکې د اړوندو ادارو استازو او کابل پوهنتون استادانو ګډون کړی وو.

په پیل کې ښاغلي صدیقي د ګلخانه یي ګازونو د څارنې او ارزونې د څرنګوالي په اړه وینا وکړه او زیاته یې کړه: د افغانستان دولت په ځانکړي توګه د چاپېریال سکتور لپاره د اقلیمي_بدلون موضوع د اهمیت وړ ده او له داسې پروژو باید په ښه توګه ګټه پورته شي، نوموړي له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د یادې پروژې د پلي کېدو د څرنګوالي په برخه دې کې خپل نظریات وړاندې کړي.

د یاد ورکشاپ موخه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کرنې وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړول دي؛ ترڅو وکولای شي د ګل خانه یي ګازونو د خپرېدو د ارقامو راټولولو، څارنې او ارزونې چارې پخپله ترسره او راپورونه یې نړیوالو مالي میکانیزمونو ته د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې د پروژو د ترلاسه کولو په موخه وړاندې کړي.

د پروګرام په لړ کې د نړیوالو کارپوهانو له خوا د موضوع په تړاو هر اړخیر معلوماتي پرزنټیشنونه وړاندې شول.

په پای کې د ګډوانوالو نظرونه، وړاندیزونه واورېدل شول او پوښتنو ته یې د نړیوالو کارپوهانو له خوا ځوابونه وویل شول.

د یادولو وړ ده چې دا پروژه د (GEF) له خوا تمویلیږي او د چاپېریال ساتنې ملي اداره به یې د (FAO) موسسې په تخنیکي همکارۍ پلې کړي.




t