سکندر لودي

سکندر لودي

“سلطان سکندر خان لودي د هند د لودي ټولواکمنۍ يو افغان پاچا و. هغه د بهلول لودي زوى ، په ۱۴۸۹ ز کال کې زېږېدلى دى . وروسته له هغه نه چې بهلول لودي ارواښاد شو ، نو يې زوى سکندر لودي د ډيلي پر پلازمېنه کېناست .

د هند د يوه نوي تاريخ په ۱۲۰ مخ کې داسې راغلي دي : سکندر لودي د هند په ټولو سلاطينو کې هوښيار ، پوه غوره ، زيارکښ او ښکلى سلطان وو . ده پخپله شعرونه ويل او پوهان يې پخپل ځان راټول کړي وو . له هرې خوا يې پوهان خللک وربلل او دوى يې هڅول ، چې کتابونه وليکي . د روعتيايي څېړنو مرکز يې جوړ کړى و ، چې نوم يې ورته (( مدينه الشفا )) اېښى وو. موسيقۍ ته يې ډېره پاملرنه وکړه ، نوي ((لارپي )) او اهنگونه يې جړ کړل ، چې د (( سکندر شاهي لهجه )) په نامه يادېدل.

خلک د خپل استعداد له مخې په ادبياتو ، موسيقۍ ، حساب ، کېميا ، درمل او نورو صنايعو لپاره روزل کېدل . سکندر لودي همدا راز د مذاهبو ترمنځ د پوخلاينې لار غوره کړې وه . ده داسې يو نظام جوړ کړ ، چې د هر ډول عقېدې لپاره لار خلاصه وه .

له پورتنيو توضيحاتو نه داسې څرگنديږي ، چې وروسته مغولي دولتونو دده سياست تعقيب کړى وي . قطب منار ، چې دده پر مهال بشپړ شوى ، د هند د لويو اديانو لکه اسلام او هندوتوب نښې لري . دده خپلواکي د ولس لپاره وه . ده ځان يو کلک مسلمان عادل معرفي کاوه . له نورو اديانو سره يې تعصب نه درلود . دده د واکمنۍ پر مهال ډېر خلک په اسلام شرف شول ، ځکه چې جبر او اکرا نه وه”.

✍️قدرت الله حداد

منډیګک



سکندر لودي معلوماتي
t