لوګر کې د زده کوونکو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

لوګر کې د زده کوونکو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر د مرکز او ولسوالیو د هلکانو د ۱۴ ښوونځیو د ۱۴ لوبډلو تر منځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسول شوې.
یادې سیالۍ د پوهنې ریاست د بدنې روزنې او سپورټ مدیریت له خوا د پل علم ښار په دولتي اسټډیوم کې په لاره اچول شوې وې.
په دې سیالیو کې د ۱۴ښوونځیو د فوټبال ۱۴ لوبډلو او ۳۰۸ لوبغاړو برخه درلوده، چې ۱۳ سیالۍ یې په خپلو منځونو کې ترسره کړې.
د دغو سیالیو د جوړولو موخه په ښوونځیو کې د فوټبال لوبې ته پرمختګ ورکول، د زده کوونکو سپورټي وړتیا لوړول او هم د فوټبال د غوره لوبغاړو معلومول وو.
لومړۍ مقام د غازي امین الله لېسې،دویم مقام د مغل خیلو لېسې او دریم مقام د قلعه ګهنه لېسې لوبډلو خپل کړل،چې ګټونکې لوبډلې په مډالونو، ستاینلیکونو او په ځینو نورو جایزو وستایل شول.
د یادونې وړده،چې د لوګر د ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ له دې مخکې هم د والیبال،فوټبال او کرکټ سیالۍ جوړې شوي دي.




t