هرات والي: د ولسوالانو کاري ارزونه د عوایدو راټولولو سره مشروطه ده

هرات والي: د ولسوالانو کاري ارزونه د عوایدو راټولولو سره مشروطه ده

ولسوالیو کې د مالیو راټولولو سراسري کمپاین سره هممهاله هرات والي عبدالقیوم رحیمي دماليو راټولو په برخه کې د ولسوالانو رول مهم یاد کړ او په دي اړه يې د هغوی پرجدیت، ریښتنولی، او سرعت عمل باندي ټینګار وکړ.
دغه کمپاین چې نن له ماسپښین مخکي د هرات والي عبدالقیوم رحیمي له لوري د بهزاد د غونډو په تالار کې پرانستل شو د ولسوالیو د امنیه قومندانانو، ولسوالانو د عوایدو راټولو مدیرانو او یوشمیر نورو دولتي چارواکو ګډون درلود.
د هرات مستوفي فایقې علیزاده په دي اړه د ولایت مقام د همکاری څخه مننه وکړه او د ولسوالانو څخه يې د عوایدو راټولو په اړه د لاجدیت غوښتنه وکړه .
هغې د دې ټکي په بیانولو سره چې د لګښتونو او عوایدو ترمنځ باید انډول رامنځته شي د تجملاتو(مجلل کیدویا ښایسته والي) پرمخنیوي يې هم ټینګاروکړ.
هغې وړاندیزوکړ چې هغه دکانونه چې پوروړي دي باید وتړل شي او د دولتي ادارو مکتوبونه دي د مالیاتي کمپاین په آرم باندي مزین کړل شي ترڅو د مالیې ورکولو فرهنګ دود شي.
دغه راز ولسوالانو، امنیه قومندانانو او اړونده مسؤولینو د ماليې راټولو په اړه د ښاراوولسولایوپه کچه خپل نظراو وړاندیزونه وړاندي کړل او ډاډ يې ورکړچې په دي برخه کې به جدي هڅه او کوښښ کوي .

هرات والي د عوایدو راټولو په برخه کې د ولسوالانو او اړونده چارواکو پرجدیت ټینګاروکړ او ويې ویل :له دي وروسته به د ولسوالانو، دولتي ادارو مشرانو او اړونده مسؤولینوکلنی ارزونه د ماليې راټولو په برخه کې د هغوی پرفعالیتونو او کوښښنو پوري مشروط وي.

ښاغلي رحیمي د عایداتي سرچینو یوه لویه منبعه د ترافیکي جریمو وضعه کول وبلل او ښارکې د ترافیکي جرایمو اوتخلفاتو ترسره کیدوته په اشارې سره يې وویل: که چیري دغه بهیر په جدي توګه عملي شي، له یوې خوا به ښاري نظم حاکم شي او له بل لوري به هره ورځ د پام وړ عاید د دولت خزاني ته ولویږي .
دغه راز هرات والي د ماليې راټولولو ټیمونو د امنیت په اړه هم د همکاری ژمنه وکړه او د هرات مستوفیت ته يې سپارښتنه وکړه چې د دي کمپاین د بریا لپاره د رسنیو له لارې هم عامه پوهاوی ورکړي ترڅو خلک د ماليې ورکولو او عوایدو راټولولو په اهمیت پوه شي.

ښاغلي رحیمي د عوایدو راټولولو په برخه کې د عدالت تأمینول او پرټولو کسبګرو د قانون یوډول عملي کولو باندي په ټينګار سره وویل: ماليې وزارت باید د ماليې راټولو لپاره خلکو اوکسبګرو ته یولړ تشویقي پروګرامونه هم په پام کې ونیسي.

د دې غونډې په یوه بله برخه کې د هرات والي د فساد سره پرمبارزې او د عوایدو تيښتي مخنیوي باندی جدي ټینګار وکړ زیاته يې کړه ” که چیري نن یوڅوک فساد وکړي ډاډه وشی چې د آخرت په ورځ به الله ج ته ځواب ویونکی وي.”
دغه کمپاین په داسي حال کې د هرات په ولسوالیو کې پيل کیږي چې د ملي عوایدو یوه لویه برخه د هرات څخه ترلاسه کیږي .




t