د خوست والي خبرداری؛ بې ډبلسپلینه او بې نظمه ادارې باید سم شي

د خوست والي خبرداری؛ بې ډبلسپلینه او بې نظمه ادارې باید سم شي

هغه ادارې چې غیرمنظمې او بې ډسپلینه دي له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

دا څرګندونې خوست والي محمد حلیم فدايي په اداري ناسته کې تر سره کړې او ویې ویل چې ټول اداري باید په خپلو دفترونو کې نظم او ډسپلین رامنځ ته کړي او د مراجعینو ستونزو ته پر وخت ځواب ویونکي ووسي.

خوست مستوفیت ته د ماليې وزارت لخوا د عوایدو د ټاکل شوي هدف د پوره کولو په تړاو خوست مستوفي ښاغلي شینواري خپل مالومات وړاندې کړل او ویې ویل چې په عوایدو کې د تېر کال په پرتله ۱۸ سلنه لوړوالی راغلی او سږ کال یې د سنبلې تر میاشتې پورې ۴۰۶ ملیونه افغانۍ عواید راټول کړي خو د ټاکل شوي هدف د پوره کیدو لپاره اړینه ده، چې د ادارو همکاري زیاته او د عوایدو د راټولیدو په برخه کې همغږۍ رامنځته تر څو د عوایدو په برخه کې ټاکل شوي هدف ته ورسیږي.

خوست والي لارښونه وکړه، چې د عوایدو د راټولیدو لپاره دې د مستوفیت تر مشرۍ لاندې دې یوه کمیټه رامنځ ته شي او په جدي توګه دې په یوه اونۍ کې د عوایدو د راټولو چارې پیل او د ولایت مقام ته دې هره ورځ منظم ګزارش وړاندې کړي.

د ادارو د ای ټي کارمندانو لپاره د ډیزاین کولو په اړه د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ رئیس ښاغلي احمدزي په خپلو خبرو کې وویل چې د دوی اداره غواړي، چې د دولتي ادارو د ای ټي مامورینو لپاره دوه ورځنی ورکشاپ جوړ کړي، تر څوله مخې یې په ادارو کې د ای ټي مامورینو ظرفیت لوړ او د ډیټا په جوړونه کې یې ستونزې لمنځه لاړې شي.

په خوست ولایت کې د غیر قانوني واکي ټاکي مخابرو او رېپټرو د کاریدلو په مورد د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ زیاته کړه چې د انټرنیټ د چټکتیا او د مخابراتي سیستم د ستونزو د لمنځه وړلو لپاره اړینه ده، چې واکي ټاکي قانوني او هغه رېيټرونه چې په ښار کې په غیر قانوني ډول کارول کیږي، راټول شي.

 

خوست والي محمد حلیم فدايي وویل چې په خوست کې د مخابراتي شبکو کیفیت، او د انټرنیټ وضعیت د اندېښنې وړ دی او لارښونه یې وکړه، چې په دې اړه باید دمخابراتو ریاست جدي کار وکړي او تر څنګ دې یې یوه کمیټه د واکي ټاکي او د رپېټرو په اړه دې قانوني اقدام تر سره او هره ورځ دې ولایت مقام ته ګرازش وړاندې کړي.

 

په ناسته کې د ولایت والي وویل په هره اداري ناسته کې د جوړو شویو طرحو څخه دې یوه طرحه وړاندې شي او ترڅنګ دې یې د زراعت ریاست او د زراعت پوهنځي استادان په خوست کې د ږلیو پر مهال د فصلونو د خوندي کولو لپاره دې یو نمونوي باغ تر ریسرچ لاندې ونیسي ، ترڅو د ږلیو څخه د فصلونو او د باغونو د مخنیوي لار ولټول شي.

په ناسته کې د سرکونو د ساتنې او څارنې ریاست رئیس ښاغلي بادشاه الدین قیامي چاپان هېواد ته د خپل روزنیز سفر د مالوماتو د وړاندې کولو تر څنګ د (PCM د پروژو دوران مدیریت) په اړه پرزنټیشن له وړاندې کولو ورسته خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي د غونډې ګډونوالو ته د PCM په اړه هر اړخیز مالومات وړاندې کړل، ترڅو د ادارو مسولین په دې برخه کې مطالعې او کار کولو ته وهڅول شي.
د ناستې په ورستیو کې د خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي لخوا هغه پنځوسو انجینرانو ته تصدیق نامې توزیع شوې، چې د سرکونو د ساتنې او څارنې ریاست په چوکاټ کې یې روډ ډیزاین روزنیز ورکشاپ له لارې زده کړې تر لاسه کړې وې.




t