پاکستاني پوځ فضل الرحمان ته د لاریون اجازه نه ده ورکړې

پاکستاني پوځ فضل الرحمان ته د لاریون اجازه نه ده ورکړې

راپورونه وایي، چې د پاکستان پوځ مخالفو ګوندونو ته د حکومت خلاف د لویو لاریونونو اجازه نه ده ورکړې.

پاکستاني رسنۍ وایي: د دغو لاریونونو مشر او د جمیعت علمای اسلام ګوند ریس مولانا فضل الرحمان د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره لیدلي.

ویل شوي، چې فضل الرحمان پوځ ته د اساسي قانون مطابق د لاریونونو ډاډ ورکړی.

خو د پوځ مشر ویلي: د هیواد د حالاتو حساسیت ته په کتو باید لاریونونه ونه شي، ځکه وضعیت خرابوي.




t