محکمې په ضمانت د نواز شریف خوشې کول منلي

محکمې په ضمانت د نواز شریف خوشې کول منلي

پاکستاني رسنۍ وایي، چې محکمې د ضمانت له مخې د بندي شوي پخواني صدراعظم نواز شریف د خوشې کیدو ډاډ ورکړی.

د لاهور محکمې له دغه اعلان سره حکومت حساسیت ښودلی او ویلي، چې د نوازشریف په شان لوی مجرم نه باید له بنده ازاد شي.

شریف په وروستیو کې سخت ناروغ او عمر خوړلی دی او د روغتیایي وضعیت د زیاتې خرابۍ له کبله له زندانه روغتون ته وړل شوی.

حکومت بیا په پراخ مالي فساد د تورن نواز شریف ناروغي هسې پلمه ګڼي او وایي هغه په دې ډول غواړي د درملنې په نوم له هیواده بهر وتښي.




t