د ترکیې او المان مشرانو ټلیفوني خبرې کړي

د ترکیې او المان مشرانو ټلیفوني خبرې کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د المان صدراعظمې انګیلا میرکل د سوریې د وضعیت په اړه ټلیفوني خبرې کړي.

د المان د صدراعظمې ویاند ویلي: په دغو خبرو کې له ترکي ولسمشر څخه غوښتل شوي، چې د سوریې په شمال کې د سوله ییز وضعیت د حاکمولو لپاره نړیوالو قوانینو ته پوره درناوی وکړي.

المان مخکې په یاده سیمه کې پر کردانو د ترکیې له بریدونو سره سخت مخالفت ښودلی و.

د خبرې داسې مهال شوي، چې ترکیې هلته د امریکا په منځګړتوب موقتي اوربند مات کړی او خپل بریدونه بیا پيل کړي.




t