د زلزلې وړاند وينه ( پيشګويي ) !

د زلزلې وړاند وينه ( پيشګويي ) !

لیکوال: انجینر ستانه میر زهیر

د زلزلې دوړاندوينې ځینې نښې نښانې په لنډه توګه داسې څرګندولی شو :
_ بيلابيلو څيړنو ښوولی چې د زلزلې د راتلو دمخه د چينو ، کوهيانو او کاريزونو داوبو سطحه او مقدار سمدلاسه يا کميږي يا ډيريږي . دخونداومزې له پلوه هم په کې بدلون راځي .
_ تجروبو ښودلې چې د زلزلې د راتلو د مخه د ځمکې پر مخ ځنې واړه واړه درزونه او چاودونه پيدا کيږي چې ټول يې يو جهت يا لوري لري .که د زلزلې نه وروسته په دقيقه توګه وکتل شي نو زلزله هم له همدې درزونوڅخه تيره شوي وي .
_ تجربو ښودلې چې څاروي ، خزندګان او مرغان د زلزلې د راتلو د مخه خپل ځانګړي غبرګونونه وښايي .
خره ، سويې .. له ښکته نه پورته يانې د ژورې نه د لوړو سيمو په لور ځغلي. غوايي ، ميښې ، وزې ، پسونه رمباړې وهي او هڅه کوي چې له موږي نه ځان خلاص اوپه کوم لوري وتښتي .
سپي سخت سخت غاپي او له ځانه ويره څرګندوي . کورنۍ پيشو ګانې ځان غونجوي او هڅه کوي په سطل کاسه ، ديګ او يا کوم بل ژورځای کې ځان پټ کړي .
په کبانو ( ماهيانو ) کې، ډله ايز مرګ را منځ ته کيږي . اوکوم چې ژوندي پاتې وي له ځانه ډيره نا رامي وښيي .چاپانيان چې زيات وخت د سختو زلزلو سره مخا مخ وي ، دخپلو کورونو په ښيښي بکسونو کې يو ډول کبان ساتي چې د ( ګربه ماهي ) په نامه ياديږي . دا کبان د زلزلې د راتګ له مخه ، زيات نارامه ښکاري . چاپانيانو په خپلو لرغونو افسانو کې دا کبان د زلزلو خبر راوړونکی يا قاصدين بللي دي .
مرغان له ځمکې نه هوا ته الوځي اونارامه چيغې وهي . موږکان او مږې له سوړو راوځي او هرې خوا ته منډې وهي . په دقيقه توګه د زلزلې وړاندوينه ناشونې ده . نو ځکه ډير احتياط په کار دی چې ځنې وخت داوازو او افواګانو ښکار نه شو .




t