ډېر خواږه مه خورئ

ډېر خواږه مه خورئ

ډېر خواږه مه خورئ!

حميدي

له کچې ډېر خواږه نه یوازې د غاښونو لپاره، بلکې د ځیکر لپاره هم زیان رسوونکي دي.

ځیګر د فرکټوز په نوم خواږه پر غوړو بدلوي. کله چې ډېر تصفیه شوي خواږه او هغه شربت وخوړل شي چې په زیاته کچه فرکټوز لري، په ځیګر کې د زیاتو غوړو د تولید لامل کېږي، چې په پایله کې د ځیګر ناروغۍ زيږوي.

وروستیو څېړنو ښودلې چې ډېر خواږه د هغو کسانو لپاره چې وزن یې کم هم وي، د الکولو په څېر زیان پېښولی شي.

نو هڅه باید وشي چې له ډېرو هغو خوړو چې د خوږو کچه پکې لوړه وي، ډډه وشي. جوته خبره ده چې الکول په ټوله کې د روغتیا لپاره زیان رسوي، خو په ځانګړي ډول لومړی ځیګر له منځه وړي. د الکولو کارول مو په ډېرې اسانۍ سره د ځیګر پر ناروغۍ اخته کولی شي. که غواړی چې روغتیا مو تضمین وي، بد عادتونه پرېږدئ او د ژوند کولو غیر سالمه تګلاره مو همدا نن بدله کړئ.




t