سنجی لیلا بهنسالی د خپل نوي فلم لپاره اجی دیوګن غوره کړی

سنجی لیلا بهنسالی د خپل نوي فلم لپاره اجی دیوګن غوره کړی

د بالیووډ نوموتی او تجربه کار د فلم ډایریکټر سنجی لیلا بهنسالی وروسته له هغه چي د بالیووډ د نومونی فلمي ستوری سلمان سره یي د (انشاء الله) په نوم د فلم پروژه د نوموړی او سلمان خان تر منځ د اختلاف له امله وځنډیده، د عالیه بهټ سره يي د خپل نوي فلم اعلان وکړ. اوس داسي راپور ورکړل سوی دی، چي د یاد فلم د نارینه رول لپاره د اجی دیوګن او ډایریکټر تر منځ خبري رواني دي.

د هندي رسنیو د وروستي راپورونو په اساس، اجی دیوګن د سنجې لیلا بهنسالي سره په خبرو کي دی.  په حقیقت کي دوی پروژه نږدې نهایی کړې او په یوه اونۍ یا ورته موده کي به یې په رسمي ډول اعلان کړي. دا به د ۲۰ کلونو وروسته لومړی ځل وي، چي اجی دیوګن او ډایرکټر د (هم دل دي چوکي صنم) وروسته په ګډه کار کوي.

د فلم ډایریکټر سنجی لیلا بهنسالی نوی فلم (Gangubai Kathiawadi) نومیږي، چي د بالیووډ د ښکلې ځواني ستورې عالیه بهټ تر څنګ به د بالیووډ نوموتی ستوری اجی دیوګن هم رول ولوبوي، ډایریکټر سنجی لیلا بهنسالی وايي، د کلنو راهیسي يي د یاد فلم پر سکریپ کار کړي دي.

د سنجی لیلا بهنسالی د همدي فلم ۲۰ کاله وروسته یو ځل بیا اجی دیوګن د نوموړی په فلم کي لوبیږي.

پاته دي نه وي، چي د یاد ډایریکټر د (پدماوت) او (مستاني) فلم لپاره هم اجی دیوګن هیله ښودلي وه، خو د ځینو نامعلوم دلایلو له امله په کي ورته ځاي ورنه کړل سو.



بالیووډ فلمي نړۍ
t