ښې ورځې تېرې شوې دي

ښې ورځې تېرې شوې دي

ليکوال: برايان ټريسي
ژباړه: عطا محمد مياخېل
يو وخت بايد تاسو دومره غوره والی ولرئ، چې په خپله کاري برخه يا بازار کې د اوج ټکي ته ورسېږئ، خو نن مخکښ اوسېدل يوه عادي چاره ده. نن بايد د نورو په پرتله غوره والی ولرئ، تر څو وکولای شئ، په بازار کې لومړۍ خبره وکړئ، له هغې وروسته، که غواړئ په سيالۍ کې خپل ثبات وساتئ، نو بايد اوونۍ په اوونۍ، مياشت په مياشت پرمختګ وکړئ او تر ټولو غوره شئ.
په هره برخه کې، هغه شرکتونه، شل سلنه د بريا په اوج کې شتون لري، په هغه کار کې اتيا سلنه ګټه خپلوي.
هغه د پلور شل سلنه مديران، چې د بريا په اوج کې دي، اتيا سلنه پلور ترسره کوي او اتيا سلنه ګټه خپل شرکت ته ور په برخه کوي، هغه شل سلنه ګټه د خپل اعتبار او باور له لارې تر لاسه کوي، ځکه خپل ټول کارونه په غوره بڼه ترسره کوي. تاسو بايد تر کومه ځايه، چې شونې وي، په چټکه توګه له هغوی سره يو ځای شئ.



معلوماتي
t