زابل کې د فوټبال ٢٤ لوبڅاران وروزل سول

زابل کې د فوټبال ٢٤ لوبڅاران وروزل سول

د زابل د فوټبال فدراسيون مسولين وايي چې د يادې لوبې د لا پرمختګ لپاره يې ٢٤ کسان په فني او مسلکي ډول سره روزلي د فوټبال برخه کې به ښه نتيجه ورکړي.
د زابل د فوټبال فدراسيون مشر سيد اغا ستانکزي وويل چې دا کسان د پنځو ورځو لپاره د مجرب ښوونکي له لوري لپاره روزل سوي، چې په راتلوونکي کې به يې ددې لوبې د ښه والي لپاره لوی ګام پورته کړی وي هغه له اړوندو مسؤلينو وغوښتل چې د فوټبال په برخه کې پاملرنه وکړي.
د غونډې يو شمېر ګډونوالو وويل دا يو ښه کار سوی ترڅو مسلکي او تخنيکي فوټبال ته ولاړ سو او په لوبو کې نور زابل هم په فوټبال کې زيات پرمختګ وکړي.
لوبڅارانو وويل چې دروند مسوليت ور له غاړي سوی خو دا چې ښې او مسلکي زده کړې يې ليدلې کولای سي چې په ښه توګه د فوټبال ډګر کې پر ځای پريکړي وکړي.
د پروګرام وروستۍ برخه پر لوبڅارانو تصديق پاڼې او ستاينليکونه و ويشل شوي




t