هلمند کې ولسي غونډه؛ خلکو له ولايتي ادارې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه

هلمند کې ولسي غونډه؛ خلکو له ولايتي ادارې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه

یادي څرګندوني د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان نن د ناوې او نهرسراج ولسوالیو د اوسېدونکو سره د یوې پراخې غونډي پرمهال وکړي.

د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکو په جوړه شوې غونډه کي د خبرو پرمهال وویل: داچي ځیني کسان دولتي ځمکې غصبوي له هغوی سره باید ولایتي اداره د قانون له مخې چلند وکړي.

دوی زیاته کړه: په خپلو سیمو کي هیچاته د ځمکو غصبولو اجازه نه ورکوي په ځانګړې ډول یو شمېر کوچینان چي د څړځایونو لپاره د سیند غاړي ځمکو ته حیوانات ورولې ولي اوس هلته ودانۍ جوړوي چي د قانون له مخې هغوی یوازي له دې سیمي څخه د البچر په توګه ګټه پورته کولای شي.

ددې ترڅنګ ځیني نور کسان يې شته چي په خپلسري ډول دولتي ځمکې تر تصرف لاندي راولې چي له ټولو سره باید د قانون له مخې چلند وشي.

ددې ترڅنګ د همدې غونډه پرمهال قومي مشرانو د نهرسراج ولسوالۍ په ځايي دولتي ادارې او هلته پر شته ستونزو هم خبرې وکړي او د حل په برخه کي يې د ولایتي ادارې د همکارئ غوښتنه وکړه.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د ناوې او نهرسراج ولسوالۍ د قومي مشرانو سره د خبرو پرمهال وویل: په ناوې ولسوالۍ کي يې د غصب مخنیوي لپاره هیئتان لېږلې ترڅو هلته ددولتي ځمکو د غصب په اړه خپل مالومات راټول کړي او هغه کسانو سره قانوني چلند وشي چي په غیر قانوني ډول دولتي ځمکي تر خپل تصرف لاندې راولې.

ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: عام ولسونه دي د غاصبینو په اړه سپارښتنه هم نه کوي ځکه ډېر کسان شته چي په زرګونه جریبه دولتي ځمکه يې نیولې او په غیر قانوني ډول ترې حاصلات ټولوي.

د هلمند والي زیاته کړه: د کوچیانو په اړه چي هلته پر الب چرونو او څړځایونو ودانۍ جوړوي په جدي ډول به تعقیب شي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د نهرسراج ولسوالۍ د قومي مشرانو د ستونزو په اړه وویل: د نهرسراج ولسوالۍ کي به ټولې پرتې ستونزي حلوي او هر څومره چي ژر ممکن وه په یاده ولسوالۍ کي به اصلاحات رامنځ ته شي.




t