جلال اباد کې د اقليمي بدلون نړيواله ورځ ونمانځل شوه

جلال اباد کې د اقليمي بدلون نړيواله ورځ ونمانځل شوه

ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د جلال آباد ښار د چاپېریال ساتنې محلي کمېټو سره په ګډه د اقلیمي بدلون نړیواله اوونۍ ونمانځله.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په نوښت او FGEO په مالي او تخنیکي مرسته د اقلیمي بدلون نړیوالې اوونۍ لمانځغونډه د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس پوهنمل امین الله یوسفزي، د ننګرهار ولایت مقام استازي سید روح الله پاچا، د ننګرهار ولایتي ادارو یو شمېر رئیسانو، مدني ټولنو، رسنیو، غیر دولتي ادارو مسؤلینو او د چاپېریال ساتنې محلي شوراګانو په ګډون د لړم په ۶مه د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې په ریاست کې ونمانځله.

د غونډې په پرانیسته کې د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس پوهنمل امین الله یوسفزي د FGEO ادارې د همېشنیو همکاریو په پار د نوموړې ادارې له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې د اقلیمي بدلون نړیوالې اوونۍ نمانغونډې په جوړولو کې همکاري کړي.

نوموړي د اقلیم بدلون پر ناوړو ګواښونو هر اړخیزې خبرې وکړې او د اقلیم بدلون سره د مبارزې او سازښت په اړه د یو لړ اقداماتو یاونه وکړه.

ده وویل، چې افغانستان د اقلیم په بدلون کې ونډه نه لري؛ خو د اقلیم بدلون تاثیراتو ګواښلی دی او د اقلیم بدلون سترې ستونزې په دې ولایت کې د نفوسو او د ترانسپورتي وسایطو زیاتوالی، بې کېفیته د سون توکو استعمال، د ښار په داخل کې کوچني پاشلی غیر فني صنعت، د ځنګلونو، شنو ساحو محدودیت، د طبعي منابعو کمښت، د طبیعي منابعو تخریب، امراض، د ځمکې لاندې اوبو سطحه ټېټیدل، د کرنې کموالی او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د خلکو کم رنګه ونډه د دې لامل شوي چې د اقلیم بدلون سبب وګرځي.

چاپېريال ساتنې رئیس وویل، مونږ هڅه کوو چې د کاري شریکو ادارو سره په ګډه د اقلیم بدلون او نورو چاپېریاليزو ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړو.

په چاپېریالیزو چارو کې د ولایت مقام کارپوه ښاغلي سید روح الله پاچا د نوموړې غونډې ستاینه وکړه، د اقلیم بدلون یې د خلکو د لاسوهنې اساسي لامل وباله او د اقلیمي بدلون پر ناوړو شته ګواښونو او ننګونو په اړه هر اړخیزې خبري وکړې.

نوموړي هیله یې څرګنده کړه چې د خلکو د پوهاوي د کچې لوړوالی د مربوطه ارګانونو خاصه پاملرنه د اقلیمي بدلون د ناوړو ګواښونو سره مبارزه او سازښت کې د پام وړ بدلون راوستلای شي او همدا راز د ولایتي ادارې په استازيتوب د چاپېریال ساتنې ریاست او اړوندو ادارو سره پخپله برخه کې همکاریو ډاډ څرګند کړه.

د غونډې په پای کې د اقلیمي بدلون نړیوالې اونۍ اړوند بیلا بیل پرېزنټیشنونه وړاندې، رسنیو او د ګډونوالو پوښتونو ته د اړوندو ادارو د مسؤلینو لخوا ځوابونه ورکړل شول.




t