موږ فکرا مسموم سوي یو

موږ فکرا مسموم سوي یو

استاد عبدالمناف فردين

په دوهم جهاني جنګ کي هټلر ته په ډاګه سوه چي درې ضابطانو ورسره خيانت کړی، نو وه یې غوښتل چي په يوه نااشنا طريقه جزا ورکړي.

هر يو يې په جلا جلا کوټه کي بنديان کړل او ورته يې کلاسيکه موسيقي هم چالان کړه او ورته يې وويل:

(په کوټه کي يو کوچنی د ګازو سوری ستون لري چي ټول به ۶ ساعته وروسته مړه سئ).

خو کله چې یې ۴ ساعته وروسته وکتل، دوه ضابطان مړه سوي وه خو دريم يې د ژوند اخرنۍ سلګۍ وهلې.

د تعجب ځای دا دی چي په کوټه کي هيڅ ډول د مسمومونکي ګاز سوری نه وه او د ګاز خبره يوازي يو چل وو. هټلر غوښتل چي نوموړي ضابطان د خپل روان سره په جنګ اخته کړي تر څو د دوی خپل روان او افکار د دوی د مرګ سبب سي، چي په نتيجه کي ټول له دې امله مړه سول.

دا ځکه چي د مسمومونکي ګاز خبره د هر يوه په مغز کي داسي هورمونونه افراز کړل چي د دوی په زړونو باندي يې منفي اغيزی وکړې او په پايله کي د دوی د مړينی لامل سو.

نکته:

همدا ډول ځيني خبری موږ وژني لکه:

موږ يو وروسته پاتي ملت يو.

موږ هيڅ هم نسو کولای.

دا وطن نه جوړیږي.

افغانستان د جوړېدو نه دی.

په دې ډول افکارو باندي موږ قانع سوی یو چي په نتيجه کي خپل ځانونه وژنو.

روان شناسی




t