د ویسټ انډیز سیالیو لپاره د لوبغاړو د غوراوي پروسې په تړاو د ښاغلي فرهان یوسفزي او انډي مولز د خبرو جزیات

د ویسټ انډیز سیالیو لپاره د لوبغاړو د غوراوي پروسې په تړاو د ښاغلي فرهان یوسفزي او انډي مولز د خبرو جزیات
سرچینه: کرکټ بورډ

د ښاغلي یوسفزي په وینا، د لوبغاړو د غوراوي کمېټه باید خپلواکه وي او د دوی په کارونو کې باید هیڅوک هم لاسوهنه ونه کړي او موږ هم د افغان لوبغاړو د غوره راتلونکي لپاره د غوراوي کمېټې ټولو پرېکړو ته درناوی لرو او دغه کار د افغان کرکټ د پرمختګ لپاره مهم بولو.

نوموړي زیاته کړې: (( ښاغلي انډي مولز د ویسټ انډیز پر وړاندې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لپاره ټول غوره لوبغاړي انتخاب کړي او هغه دغه کار د افغان کرکټ د لا پیاوړتیا او روښانه راتلونکي لپاره کوي چې د راولاړو شوو پوښتنو په تړاو یې راسره ټول ټکي شریک کړل او له تخنیکي اړخه د قناعت وړ ول.))

ښاغلي انډي مولز هم په دې اړه ټول جزیات له ښاغلي فرهان یوسفزي سره شریک کړل چې په وینا یې:

۱- د ویسټ انډیز پر وړاندې سیالیو لپاره ټول غوره شوي لوبغاړي د دوی تکړښت یا فټنس، اوسنۍ کارکردګۍ او تخنیکي اړخونو ته په پام سره غوره شوي دي.

۲- ځینې داسې لوبغاړي چې ګیله کوي، چې ګني ولې دوی نه دي ټاکل شوي او یا ځینې لوبغاړي ولې ټاکل شوي؛ د دوی غوره کړنو او پرمختګونو ته په پام سره هر څه شوي او دا هر څه زه د افغان کرکټ د پرمختګ لپاره کوم، چې د ځینو پوښتل شوو لوبغاړو موضوعات په لاندې توګه درسره شریکوم.

الف- لومړی راځم د منیر کاکړ موضوع ته، منیر کاکړ ځوان لوبغاړی دی چې راتلونکي ته یې خوښ یم او په کورني کرکټ کې یې نسبتاً ښه کارکردګي کړې چې په ایمرجنګ او الف لوبډلې لوبو کې له لوبېدو وروسته به لا ډېر پوخ شي او بیا به په ښه توګه په نړیوال کرکټ کې فشار کنټرولولی شي. دغه راز د نوموړي په کټګورۍ کې رحمن الله ګربز، اکرام علي خېل او افسر ځاځی هغه درې سیال لوبغاړي دي چې د نوموړي ځای یې نیولی دی، چې د هغوی وړتیا او کارکردګي د نوموړي په پرتله ډېره ښه ده چې باید د نوموړي پر ځای هغوی ته لومړیتوب ورکړل شي او لاندې یې مثال شریکوم.

نوموړی د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ د وروستیو لوبو لپاره غوره شو، چې افغانستان پنځه یوه ورځنۍ لوبې وکړې چې په ترڅ کې یې رحمن الله ګربز درې لوبې او منیر کاکړ دوه لوبې وکړې چې منیر په یوه لوبه کې د یو مهم لوبغاړي کیچ ډراپ کړ اوخپله  لوبډله یې د هغه یو کېچ له کبله له ماتې سره مخامخ کړه، د کرکټ په لوبه کې چې یو ویکټ ساتونکی د مخالفې لوبډلې د مهم لوبغاړي کیچ ډراپ کړي نو د ویکټ ساتونکي لپاره یوه ستره کمزورې نقطه ده.

دا منم چې تیروتنې له هر لوبغاړي کیږي خو بیا هم ما نوموړی د راتلونکي ایمرجنګ اسیايي جام سیالیو لپاره د افغانستان په ایمرجنګ لوبډله کې غوره کړی دی، ترڅو موږ له تخنیکي پلوه د نوموړي توپوهنه او ویکټ ساتنه وګورو. ایمرجنګ اسیایي جام دوه اونۍ وروسته په بنګله دېش هېواد کې ترسره کیږي.

زه خپله هم په وروستیو ۴۸ ساعتونو کې له منیر کاکړ سره په اړیکه کې شوم چې نوموړي ته قناعت ورکړم چې د افغانستان وروستیو نړیوالو لوبو پرفارمنس ته په کتو سره درې لوبغاړي هر یو اکرام علي خېل، افسر ځاځی او رحمن الله ګربز د ویکټ ساتونکي – توپوهونکي په توګه موږ ملي لوبډلې ته انتخاب کړي دي.

دغه راز مې نوموړي ته وویل، چې ته مو په راتلونکې ایمرجنګ اسیایي جام ته غوره کړی یې، ستا لپاره یو ښه فرصت او چانس دی چې ته موږ ته خپله وړتیا لا نوره هم ښه ثابته کړې، په دغه جام کې ډېرې پیاوړې لوبډلې شته چې ته د هغوئ په خلاف ښه لوبې ترسره کولی شې او خپل استعداد نور هم ښکاره کړه.

که چېرې منیر کاکړ په اسیایي ایمرجنګ جام کې ښه پرفارمنس یا کارکردګي وکړي نو د ملي لوبډلې لپاره به د یوه ښه غوره کاندید په توګه ځان ثابت کړي.

باید یادونه وکړم چې د منیر کاکړ په کټګورۍ کې یاد سیال درې لوبغاړي چې پورته مو ترې یادونه وکړه، له نوموړي ښه ځلېدلي دي. اول د رحمن الله ګربز یادونه کوم، رحمن الله ګربز تېر دوه کاله په کورني کرکټ کې له نولس کلنو کم عمره لوبډلې سره  او دغه راز له الف لوبډلې سره د ښه ځلېدو له امله د بنګله دېش پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ته په ملي لوبډله کې غوره شو چې په همدغه درې اړخیزه لوبلړۍ کې د نوموړي د غوره توپوهنې له امله هغه د غوره لوبغاړی جایزه هم تر لاسه کړه.

د دغه ځوان با استعداده لوبغاړي د ښه ځلېدو په پایله کې افغان لوبډلې بریاوې ترلاسه کړې او دغه راز نور هم ورته په کار ده چې باید د افغانستان لپاره تر دې هم ښه لوبه وکړي.

نوموړي د غوره توپوهنې او ویکټ ساتنې له امله د هندوستان د کرکټ غوره لیګ (ایي پي ایل) مسوولینو پاملرنه هم ځانته را اړولې ده.

همدارنګه اکرام علي خېل، یو له هغو ځوان تخنیکي ویکټ ساتونکو او توپوهونکو څخه دی چې په یو ورځنیو سیالیو کې یې په دریم مقام باندې تر بل هر توپوهونکي ښه ځلېدلی دی او د بېلګې په توګه د نولس کلنو ځوانانو په لوبډله کې یې په اسیايي جام او نړیوال جام کې سلیزې هم جوړې کړې وې.

دغه راز د ۲۰۱۹ نړیوال جام په ترڅ کې اکرام علي خېل د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې شتون درلود چې د شهزاد محمدي له ټپي کېدو وروسته نوموړی د هغه پر ځای له لوبډلې سره یو ځای شو. په نړیوال جام کې چې کله نوموړي ته په دریم مقام د توپوهنې فرصت ورکړل شو نو په د پاکستان پر وړاندې په دغه لوبه کې یې د یاد هېواد پر وړاندې ۸۰ منډې جوړې کړې.

اکرام علی خېل خپله وړتیا په نړیوال جام کې وښوده چې په ډېرو سختو حالاتو کې یې د افغانستان لپاره ښه لوبه وکړه.

راځم افسر ځاځي ته: د بنګله دېش پر وړاندې په وروستۍ ټیسټ لوبه کې واخیستل شو، هغه ډېره ښه ویکټ ساتنه وکړه او مهمه خبره خو لا دا ده چې د ټیسټ په دواړو پاڼیو کې یې هم تر فشار لاندې ښه توپوهنه وکړه او په دې سره یې خپله تخنیکي وړتیا ثابته کړه چې د لوبې په سختو حالاتو کې لوبډله له فشار څخه څرنګه ایستلی شي.

که چېرې افسر ځاځی له منیر احمد کاکړ سره پرتله کړو نو افسر دا ښودلې ده چې په نړیواله کچه چې یو نړیوال توپوهونکی له کومو تخنیکونو څخه برخمن وي، په افسر کې هغه وړتیا شته او نوموړي ثابته کړې هم ده.

کله ناکله روزونکی او لوبډلمشر په لوبډله کې یو داسې توپوهونکې ته ضرورت لري، څو په مډل ارډر کې ورته ښه توپوهونه وکړي نو د ویسټ انډیز پر وړاندې د راتلونکو سیالیو لپاره افسر یو غوره انتخاب دی.

لاندي هغه ریکارډ کتلې شئ چې دواړو ویکټ ساتونکو – توپوهونکو د بنګله دیش الف لوبډلې پر وړاندې درې میاشتي وړاندې تر سره کړی دی.

 

 

Played     Runs.     Highest Score.     Average.

 

Gurbaz.        ۵٫          ۲۰۱٫             ۱۰۵٫                  ۶۷

 

Munir.           ۲٫            ۰٫                  ۰٫                     ۰

 

دغه راز تاسو هغه ریکارډ هم کتلې شئ چې په تېرو شپږیزه سیالیو کې د درې واړو لوبغاړو له خوا ترلاسه شوی دی.

 

Played.     Runs.      Highest Score     Average.

 

Asfar.           ۸٫             ۲۳۱٫            ۵۶*.                    ۷۷

 

Gurbaz        ۷٫            ۲۱۳٫             ۸۰٫                    ۳۰٫۴

 

Munir           ۳٫            ۷۶٫               ۴۵*                     ۷۶

 

 

۳- غواړم همدارنګه د نورعلي ځدراڼ د نه غوره کولو لامل هم درته په ډاګه کړم. په دې کې شک نشته چې نورعلي به افغانستان ته ډېرې لوبې او لاسته راوړنې لرلې وي، خو د وخت په تېرېدو سره د نوموړي د لوبې حوصله او مقاومت په کمېدو دی او دغه راز یې د فټنس یا تکړښت درجه هم لاندې روانه ده او لا پسې روانه ده، یو مثال درکوم: نوموړی له دې وړاندې چې کله مو پخوا ترې د یو-یو ازموینه Yo-Yo Test اخیستې وه چې سټنډرډ نمرې یې ۱۷،۳ وي؛ د نورعلي نمرې پکې ۱۷،۱ وې، خو اوس دغه درجه ۱۵،۵ نمرو ته رارسېدلې او نوموړی د دې پر ځای چې پورته ولاړ شي او خپله اندازه پوره کړي، لاندې روان دی چې دا د نوموړي لپاره ښه زېری نه دی.

۴- دا چې حشمت شهیدي ولې نه دی انتخاب شوی؟ باید یادونه وکړم چې حشمت الله شاهدي ځوان او تکړه لوبغاړی دی او لا هم اوږد مزل په مخ کې لري، خو اړتیا ده چې د اوس په پرتله لا هم ډېر پرمختګ وکړي او ځان لا ډېر وځلوي او دغه راز چې په یو ورځنیو لوبو کې یې اوسنی سټرایک رېټ شا وخوا ۶۰ دی چې باید د مخته تګ لپاره لا ډېره خواري وکړي. نوموړی دغه راز شارټ بالونه یا توپونه هم نه شي دفاع کولی چې باید ځان ورسره بلد کړي او نوموړی باید په ټېسټ لوبو کې ځان لا ډېر پوخ کړي، څو په یو ورځنیو لوبو کې روښانه راتلونکی ولري.

۵- د نجات مسعود یادونه هم شوې چې ولې نه دی اخیستل شوی؟، هغه یو بریالی ځوان توپ اچونکی دی، خو لا هم باید په لېسټ اې سیالیو کې پاتې شي او ځان ښه ثابت کړي او دا به د نوموړي لپاره ډېره سخته وي چې له ایمرجنګ کټګورۍ دې راواخیستل شي او مستقیماً دې ملي لوبډلې ته واچول شي. ښه خبره دا ده چې باید لومړی نوموړی په ایمرجنګ، ورپسې په الف لوبډلې کې ښه وځلیږي نو بیا لېرې نه ده چې ملي لوبډلې ته به واچول شي او باید پوړۍ په پوړۍ پورته ولاړ شي، ځکه که مستقیم یې پورته راوړو نو بیا به هیڅکله هم د سیالو لوبډلو پر وړاندې د لوبې په ډګر کې فشار ونه زغملی شي.  زه دا غوره بولم چې ځینې پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړو او د افغانستان لپاره د یوې پیاوړې لوبډلې په اړه فکر وکړو.

۶- ځینې پوښتنې په داسې هم وي چې حضرت الله ځاځی او کریم جنت ولې غوره شوي؟، د دو په اړه باید ووایم چې دواړه ډېر پیاوړي لوبغاړي دي، په ځانګړي ډول د حضرت الله ځاځي راتلونکي ته ډېره خوشحاله یم او هغه د افغانستان د راتلونکي لپاره یو غوره لوبغاړی بولم. حضرت الله ته باید ډېر فرصت برابر شي، څو د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د افغانستان ملي لوبډلې د ملا تیر واوسي او بل ښه زېری دا چې نوموړي د یو-یو په ازموینه کې ډېر پرمختګ کړی او له ۱۵،۳ څخه ۱۶،۵ نمرو ته لوړ شوی دی او لا هم د پرمختګ په حال کې دی او زه ډاډه یې چې د افغانستان مشر روزونکی به هم له هغه ډېر خوشحاله شي او هغه ته د فرصت ورکولو غوښتنه به کوي او دغه راز کریم جنت چې په شپږیزه کې هم ډېر ښه وځلېده او له هغه مخکې هم ښه ځلېدلی چې تکړښت یا فټنس یې هم ډېر اعلی دی، باوري یم چې هغه به په راتلونکو لوبلړیو کې د توپوهنې او توپ اچونې په دواړو برخو کې ډېر ښه وځلیږي.

غواړم په پای کې د انګلستان لوبډلې په اړه یوه ښه بېلګه درکړم، دغه لوبډله په ۲۰۱۵ نړیوال جام کې ښه ونه ځلېده چې له هغه وروسته یې بیا د تېر نړیوال جام لپاره خپله لوبډله کې ډېر بدلون راوست او لومړیتوب یې هم هغو تکړه لوبغاړو ته ورکړ چې پوړۍ په پوړۍ پورته راغلي وو او ډېر ځلېدلي وو چې په پایله کې یې د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام په خپل نوم کړ او ځان یې ثابت کړ. نو د افغانستان لوبډله هم باید له همدې تاکتیکه برخمنه وي او زه غواړم پوړۍ په پوړۍ هغو لوبغاړو ته لومړیتوب ورکړم چې ځان ثابتوي او ډېره خواري کوي او ډاډمن یم چې افغانستان به هم ډېر روښانه نوم ولري.



خبرې ورزش کرکټ
t