له ملي اردو سره زموږ د سفر جالبه خاطره – نثار احمد احمدي

له ملي اردو سره زموږ د سفر جالبه خاطره – نثار احمد احمدي

څو ورځې مخکې زه او يو بل ملګری له کندهاره هلمند ته روان وو. د شپې شاوخوا اته بجې وې چې پر لاره مو موټر ټاير وچوه. بل ټاير هم نه و چې موټر ته مو ور لګولی وای. څو موټرونو ته مو لاس ورکړ ونه درېدل. زموږ په شاوخوا څلور سوه مترۍ کې د ملي اردو پوسته وه. زه موټر ته پاته شوم، ملګری مې پوستې ته ورغی. لږ وروسته د ملي اردو رنجر موټر يو زما ملګری او درې کسه نور سرتېري را ورسېدل. دوه نفره يې زموږ له موټر سره کښته کړل، موږ يې موټر ته له ځان سره وخېژولو پوستې ته يې بوتلو. هلته يې سمدلاسه چمتو شوې عسکرۍ ډوډۍ راته را واخيسته. موږ وويل: ډوډۍ مو خوړلې، دوئ تاکيد وکړ ويل: حتماً به يې خورئ. موږ سفر کړی و وږي وو. ډوډۍ مو وخوړه. دې عسکري ډوډۍ داسې خوند وکړ چې تراوسه مې نه دی هېر شوی. بيا يې بيرته موټر ته له ځان سره وخېژلو، زموږ د موټر چاودلی ټاير يې را واخيست، د ميوند بازار ته يې بوتلو. ناوخته و اکثريت دوکانونه بند ول. بيا يې پوښتنه وکړه نيژدې يې د يوه دوکاندار کور پيداکړ. په ډېر احترام يې هغه راوويست، دوکان يې راته پرانيست. موږ ته يې ټاير راکړ. بيا پنچرماين نه پيداکېدی. بيا ټايرونو والا همدې نيژدې کې يو کور ورته وښود چې دا پنچر ماين دی. بيا هلته ورغلو، هغه يې هم په ډېر درناوي د دوکان خلاصېدو ته را وبلی. هلته يې زموږ د موټر چاودلی ټاير له چاين څخه وکښی، بل واټر پريس ټاير يې ور واچوی. بيا يې موټر ته وخېژولو خپل موټر ته يې راوستو. هغه دوه سرتېري لا هغسې زموږ د موټر ساتنې ته ناست ول. بيا يې ټاير موټر ته راته ولګاوه. موږ ته يې ډېرې زارۍ وکړې چې همدلته د شپې راسره پاته شئ، موږ مننه ترې وکړه رخصت مو ترې واخيست. کله چې تاسې د پوځ د سرتېرو دغسې له انسانيت او وطنپالې له روحيې څخه ډک برخورد وينئ، بيا به ولې نه واياست چې سرتېري زموږ د عزت او زموږ د ناموس ساتونکي دي. د وطن سرتېرو پر تاسو وياړو.



احمدي اردو خاطره لیکنه
t