بغچه

بغچه

ه ماشوم توب کې به هغه وخت د بخچې ( مونږ يې په خ وايو) خبري زیاتي شوې چې کله به په کلي کې واده وشو.
ښځو به ویل چې د پلاني لورته یې شپږ، اته، لس بخچې ورکړې وې. بلي به غږ ورباندي وکړ چې د قران کریم بخچه یې ښه جوړه کړې وه. بلي به ویل چې نه… د زوم د کالیو بخچه ښایسته وه. بلي به ویل چې د ناوې د کالیو بخچه ښایسته وه.

بخچه په اصل کې يو وخت د جامو کالو د اېښودلو لپاره د بکس پر ځای کارول کېده.
په ماشوم توب مي د کلي تر ټولو هوښیارې ښځي “امګۍ انا” نه اورېدلي وو چې بخچه له هغه ټوکرانو جوړېږي چې د ناوې له کالیو زیات شي. امګۍ انا به ویل چې مالداره خلک خپلو لوڼو ته د ودولو پر وخت د یوه ټوکره جوړه بخچه هم ورکوي.
د بخچې جوړښت ډېر اسان دی. څلور کونجه ټوکر یا کپړه په ستن او تار باندي داسي وګنډي چې یو کونج یې په بشپړه توګه خلاص وي. د خلاص کونج په سر پوري یې یو ښکلی اوبدل شوی تار تړلی وي چې په بخچه کې تر کالیو اچولو وروسته ورباندي راڅرخول کېږي. دا تار بیا په سر کې یو ” وټی” یا “ځومبک” لري.
بخچه په کلیوالو سیمو کې د قرآن کریم د خوندي ساتلو لپاره هم په زیاته اندازه کارول کېږي. دا اوس ماډرنه شوې هم ده او په ځینو سیمو کې د ټوکر نه جوړې زلفۍ لري. زلفۍ داسي دوې ګنډل شوې پټۍ وې چې قلف (جرنده) ورته اچوي ‌او بیا نو بخچه څوک نشي‌ پرانیستلای.
په پښتني متلونو کې ” د بخچې شریکه” لور ته وايي او د چا چې لور وشي ورته وايي چې د پلانکۍ د بخچې شریکه پیدا شوه.
بخچه اوس هم د پښتنو په کلیو او بانډو کې جوړوي او د بکس کار ورڅخه اخیستل کېږي، خو په ښارونو او پرمختللیو پښتنو کې د بخچې ځای په لومړیو کې د لرګي او وروسته اوسپنیزو بکسونو ونیوه.
✍️نورجهان سيد



بغچه هر اړخیز او معلوماتي
t