د نورو په پرتله؛ سږ کال د هرتهیک لپاره ګټور و

د نورو په پرتله؛ سږ کال د هرتهیک لپاره ګټور و

د بالیووډ د نوموتی او غوره ستوری هرتهیک روشن لپاره سږ کال  تر دې مهاله د نورو سېنمايي ستورو په پرتله ډېر غوره او ګټور کال و. هندي رسنیو په خپل یوه تازه راپور کي خبر ورکړي دي، چي د بالیوود نوموتی او تجربه کار ستوری هرتهیک روشن لپاره سږ ۲۰۱۹م کال ځکه ډېر غوره او ګټور کال و، چي په همدي کال يي ډېري پیسي ګټلې دي.

د هندي رسنیو د معلوماتو په اساس، د بالیووډ یاد نوموتی ستوری سږ کال یوازې په باکس افيس کي د دوه فلمونو له لارې ۴۵۵ کروړه هندۍ روپۍ ګټلي دي، چي دا په یو کال کي د نورو په پرتله ډېرې زیاتې بلل سوي دي.

د بالیووډ د نوموتی ستوری هرتهیک روشن دوه فلمونه چي یو (Super 3D) او بل فلم يي (War) نومیږي، دوه هغه فلمونه دي چي سږ کال يي د هرتهیک روشن لپاره ډېري پیسي وګټلي او د همدي فلمونه له برکته يي د غوره اداکار جایزه هم وګټله.

سوپر تري ډي او وار دوه هغه فلمونه چي هرتهیک روشن ته يي ډېري پیسي وګټلي.

د هندي سېنما دې وتلي ستوری له رسنیو سره په خبرو کي زیاته کړې، چي ډېر زیات خوښ دی، چي په ټوله کي هندي سېنما په ډېر چټکتیا سره پر مختګ کوي او په خبره يي د ډېرې خوشالي احساس کوي، چي اوس په دې سېنما کي د فلمونو لپاره ډېرې ښکلې کیسې لیکل کېږي.

پاته دي نه وي، چي د هرتهیک روشن لپاره سږ کال نه یوازې د پیسو ګټلو له پلوه ډېر ښه و، بلکي هغه په همدي کال کي د (د ګيم چينجر اف ده اییر) جایزه هم تر لاسه کړه.



بالیووډ فلمي نړۍ
t